د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

ترکیې او ایران قطر ته د خوراکي موادو د استولو ژمنه کړې ده


په داسې حال کې چې د قطر او عرب هېوادونو ترمنځ سياسي کړکېچ ادامه لري، دوحه له سخت اقتصادي او تجارتي فشار سره مخامخ شوى دى.

سعودي عربستان، مصر، متحده عرب اماراتو او څو نورو عرب هېوادونو له قطر سره خپلې ټرانسپورټي لارې تړلې دي.

په داسې حال کې چې عرب هېوادونو له قطر سره خپلې اړيکې پرې کړي، ترکيې له دوحې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

قطر ته يې د خپلو نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې، دغه راز يې د خوړو او اوبو د لېږلو پېشنهاد هم په داسې حال کې ورته کړى چې دغه هېواد د خوړو له کموالي سره مخامخ شوى دى.

ترکیې قطر ته د خوراکي موادو لېږلو اعلان کړی.
ترکیې قطر ته د خوراکي موادو لېږلو اعلان کړی.

ترکيه دا اقدام په داسې حال کې کوي چې ايران هم مخکې قطر ته د خوراکي موادو د لېږلو وړانديز کړى و.

په قطر کې د قحطۍ له بېرې خلکو په زياته پيمانه پلورنځيو ته مخه کړې ده.

دا ستونزه د دې سبب شوه چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ترکيې ته سفر وکړي چې پر دغه بحران د خليج له عرب هېوادونو سره خبرې وکړي.

د قطر او سعودي عربستان، مصر، متحده عرب اماراتو، بحرين، ليبيا او ګڼو نورو سني- عرب هېوادونو ترمنځ اړيکې ناببره ترينګلې شوې.

دوى له قطر سره خپلې ترانسپورټي لارې وتړلې او نورې اړيکې هم پرې کړې.

ځينو عربي هېوادونو قطر سره خپلې اقتصادي لارې تړلي.
ځينو عربي هېوادونو قطر سره خپلې اقتصادي لارې تړلي.

دوى دوحه له ايران سره په نېږدې اړيکو او د تروريستي ډلو په ملاتړ تورنه کړې ده.

د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير انور محمد قرقاش د پنجشنبې په ورځ په دوبۍ کې د قطر په وړاندې د اقداماتو په باب وويل:

"د قطر په وړاندې نور اقدامات هم ممکن دي، هيله ده هغه پړاو ته ونه رسېږو، خو د قطر په وړاندې هېڅ اقدام ناممکن نه دى."

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له قطر سره نېږدې اړيکې لري، دواړه هېوادونه بيا په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند او په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم د مخالفینو ملاتړ کوي.

د ترکيې ولسمشر اردوغان له نورو عرب هېوادونو غوښتنه کړې چې قطر دې نه منزوي کوي، ځکه داسې يو اقدام ستونزه نه حلوي.

هغه د قطر او عرب هېوادونو ترمنځ د روانې لانجې د حل لپاره د منځګړيتوب پېشنهاد کړى دى.

د ترکيې پارلمان قطر ته د ترکي قواوو د لېږلو د سند په تصويب کې بېړه وکړه چې پر اساس يې په قطر کې د ترکيې په يوه پوځي اډه کې نور ترکي پوځيان هم ځاى پر ځاى کېږي.

دوى هلته د پوځيانو روزنه او د قطر همکاري زياتوي.

په داسې حال کې چې په قطر کې د خوراکي موادو د کمېدو بېره کېږي، خو د قطر د سوداګرۍ اتاقونه وايي، هېواد يې د غنمو دومره زېرمې لري چې دوى يو کال بسيا وي او د مېوو په وارداتو کې هم ستونزه نه شته.

د قطر امير شيخ خليفه بن جاسم الثاني ويلي، په هېواد کې به يې د خوړو قحطي ځکه نه پېښېږي چې دغه هېواد ته ٩۵ فيصده مواد د هوا او سمند له لارېواردېږي.

XS
SM
MD
LG