د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

عربستان، بحرین، عرب امارات او مصر له قطر سره هر ډول اړیکې پرې کړې


د امریکا د متحدو ایالتونو لوړ پوړي چارواکي وایي، ګومان نه کوي چې له قطر سره چې په سیمه کې د امریکا یو نژدې متحد دی، د مصر او د خلیج د یو شمېر هېواونو د اړیکو خړ پړتیا به په سیمه کې د ترورېزم په وړاندې روانې جګړې اغېز وکړي.

سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو، او مصر نن په یوه ګډ اقدام کې له قطر سره د ډیپلوماټیک اړیکو د پرې کېدو اعلان وکړ او دا هېواد یې د اسلامي ډلو او له ایران سره د نېژدې اړیکو په لرلو تورن کړ.

دغو هېوادونو وویل چې له قطره خپل ډیپلوماټان باسي او له دې هېواد سره ټولې اړیکې پرې کوي.

دوی په خپلو هېوادونو کې مېشتو قطریانو او د دې هېواد سیلانیانو ته دوه اوونۍ وخت ورکړی چې له خاورې یې ووځي.

د خلیج دغه هېوادونه قطر ایران او د اخوان المسلمین په څېر ډلو ته ډېر نژدې ګڼي.

اخوان المسلیمن هغه ډله ده چې د سیمې یو شمېر واکمنان یې خپلو واکمنیو ته ګواښ بولي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د توجیه وړ نه دي او ادعاوې او تورونه یې هم بې اساسه دي.

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د اسټرالیا په سیډني ښار کې له خپلو اسټرالیایي سیالانو سره له خبرو وروسته په یوه غونډه کې وویل چې چې د مصر او د خلیج د درېیو هېوادونو دغه پریکړې به په سیمه کې د ترورېزم په وړاندې روانې جګړې اغېز ونه کړي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټیس وویل:

"زه ډاډه یم چې په ټوله کې دغه ډیپلوماټیک وضعیت به ستونزې را ولاړې نه کړي. زه دا خبره د هغې ژمنې پراساس کوم چې دغو هېوادونو چې تاسو ورته اشاره وکړه، هر یوه د دغې جګړې په اړه کړې ده."

په قطرکې د امریکا لویه پوځې اډه ده چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ او نور شاوخوا لس زره پوځیان په کې دیره دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پر ټولو دغو هېوادونو غږ وکړ چې خپل اختلافات د خبرو له لارې هوار کړي:

"موږ یقیناً ټول لوري دې ته هڅوو چې سره کښیني او د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي. که په دې برخه کې موږ هم وکولای شو چې د دغو اختلافاتو په هواري کې مرسته وکړو. زموږ په فکر دا مهمه ده چې د خلیج د همکارۍ شورا یو موټی پاتې شي."

له قطر سره د سعودي او نورو عربي هېوادونو په اړیکو کې دغه کړکېچ وروسته له هغې راپورته شو چې تیره اونۍ د قطر رسمي ویب پاڼې د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني په حواله خبر خپور کړ چې هغه ایران یو لوی اسلامي قدرت بللی و ، حماس ډله يې د فلسطنیانو ریښتیني استازي او د اسرائیل سره یې د خپل هیواد اړیکي ښه بللي و.

قطر وروسته بیا وویل چې د دې هېواد رسمي ویب پاڼه هک شوې وه او د امیر په حواله يې خپور شوی خبر بې اساسه دی.

XS
SM
MD
LG