د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

اردوغان: سعودي باید د عربو وېشلو پر ځای د هغوی یووالي ته کار وکړي


د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان د سعودي په مشرۍ د یو شمېر مخکښو عربي هېوادونو او د امریکا دا ادعا چې وايي، قطر له ترورېزم ملاتړ کوي، رد کړې ده.

ولسمشر اردوغان د جمعې په ورځ په استنبول کې وویل ده تر اوسه داسې څه نه دي لیدلي چې وښيې قطر له تروریستي ډلو سره مرسته کوي.

نوموړي وویل ترکیه به قطر ته د خپلو ځواکونو د استولو پلان چټک کړي او یقیني به کړي چې د خلیج دا وړوکی هېواد هم خوراکي مواد او هم دارودرمل لري.

د ترکيې جمهور رئیس پر قطر د سعودي او یو شمېر نورو عرب هېوادونو لخوا د اقتصادي او تجارتي بندیزیزونود لېرې کولو غوښتنه هم وکړه.

رجب طیب اردوغان وویل سعودي عربستان په خلیج کې یو مخکښ هېواد دی او همدې ته په پام سره باید د عربانو ترمنځ د یووالي لپاره کار وکړي نه دا چې هغوی سره وویشي.

ښاغلي اردوغان وویل ځیني هېوادونو له قطر څخه د ترکيې په ملاتړ خفه دي.

اردوغان: ځينې کسان له قطر سره د ترکیې پر مرستې خپه دي.
اردوغان: ځينې کسان له قطر سره د ترکیې پر مرستې خپه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"داسې کسان شته چې له قطري وروڼو سره زموږ له درېیدو او هغوی ته د خوراکي موادو او دارو درملو د ورکولو له امله ناراحته دي، وبخښی، خو موږ به خپل دې کار ته دوام ورکړو او قطر ته به هر ډول مرسته ورکړو."

ترکيې په داسې وخت کې له قطر څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په روځ له سعودي سره لاس یو کړ او قطر يې په لوړه سطحه د ترورېزم بنسټ ایښودونکی هېواد وباله.

له قطر سره د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو یو شمېر نورو عربي هېوادونو اړیکې وروسته تر هغې بحراني شوې چې د قطر رسمي ویبپاڼې د دې هېواد د امیر په حواله خبر ورکړ چې دوحه له ایران ملاتړ کوي.

ویبپاڼې دا هم ویلي چې د قطر حکومت د حماس ډله د فلسطینیانو رښتینې استازې ګڼي او د تهران پر وړاندې د سعودي پالسي غیر عادلانه ده.

د قطر حکومت د دې خبر له خپرېدو یوه ورځ وروسته وویل چې د دې هېواد رسمي ویبپاڼه هک شوې او د قطري چارواکو په حواله خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي.

XS
SM
MD
LG