د لاسرسي لېنکونه

قطر د نورستان له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه


د قطر د سرې میاشتې له‎خوا د نورستان په مرکز پارون کې په ۳۳۴ بې‎ځایه شویو کورنیو د خوراکي موادو مرسته وویشل شوه.

په دغه مرسته کې چې اوړه ،غوړي وریجې او نور شیان په‎کې شامل وو، په هغو کسانو وویشل شول، کوم چې له خپلو ولسوالیو څخه د جګړو له امله پارون ته کډه شوي دي.​

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د یادو مرستیو د وېشلو پرمهال د قطر د سرې میاشتې له مسؤل شېخ احمد عثماني څخه د مننې تر څنګ وویل چې په ډېرو سختو شرایطو کې‎یې د دغو خلکو لاسنیوی وکړ.

همداشان په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مشر شېخ احمد عثماني د نورستان والي او خلکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکې کې به هم له جنګ‎ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د نورستان په کامدېش، برګمټال او وانټ‎وایګل ولسوالیو کې د جګړو او یو شمېر نورو ستونزو له امله یو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او نن سبا د یاد ولایت په مرکز کې د ژوند شپې ورځې تېروي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG