د لاسرسي لېنکونه

قطر سره د اړیکو په تور لسګونه کسان په لېست کې شامل شول


څلور هغو عرب هېوادونو چې له قطر سره یې اړیکې پرې کړي، نن یې په لسګونو هغه کسان چې له قطر سره اړیکې لري په ترهګرۍ د مشکوکو کسانو په لېست کې شامل کړل. دا هېوادونه قطر د سخت دریځو په ملاتړ تورنوي.

د سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو له‎خوا د ترهګرۍ په لېست کې د لسګونو کسانو شاملولو هغه اختلافات زیات کړي چې په خلیج کې ثبات ته ګواښ ګڼل کېږي.

قطر دا ادعاوې چې ګوندې د سخت دریځو ملاتړ کوي رد کړي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ دې هېوادونو په مصر کې د اخوان المسلمین د مشر یوسف القره داوی په شمول ۵۹ کسان او۱۲ خیریه سازمانونه چې قطر یې تمویلوي "ترهګر" بللي دي.

د قطر امیر محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي هېڅوک نه‎شي کولای چې دوی کمزوري کړي.

نوموړي زیاته کړې قطر به هېڅکله تسلیم نه‎شي او هېڅکله به په خپل بهرني سیاست کې له خپلواکۍ په شا نه شي.

هغه قطریان چې د "ترهګرۍ" په لېست کې شامل شوي دي یوازې د ترهګرۍ مشکوک تمویلوونکي نه‎دي بلکې سوداګر، د واکمنې کورنۍ غړي او په دې هېواد کې مهم سیاستوال هم په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG