د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ایران په لسګونو ټنه خوراکي مواد قطر ته لیږدولي


ایران په پنځو بار وړونکو الوتکو کې په لسګونو ټنه خوراکي مواد قطر ته لیږدولي او دا هېواد هم په پام کې لري چې هره ورځ سل ټنه میوه او سبزیجات دې هېواد ته ولېږي.

ایراني چارواکو ویلي چې دغه اقدام یې د دې لپاره کړی چې په قطر کې چې د خوراکي موادو له پلوه د هغه لویو تمویلونکو ورسره اړیکې پرې کړي، د خوراکي موادو د کمښت پر سر را پورته شوې اندیښنې لېرې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې وروسته تر دې چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین له قطر سره پر ډیپلوماټیکو اړیکو سربېره د ځمکې، اوبو او هوا له لارې اړیکې پرې کړې، دې هېواد له ایران او ترکیې سره خبرې پیل کړي چې د خوراکي موادو او اوبو له پلوه د خپلو اړتیاوو پوره کول یقیني کړي.

دغو هېوادونو قطر د ترورېزم په ملاتړ تورن کړی خو دوحه دغه تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.

فارس خبري آژانس د ایران ایر هوایي شرکت د مطبوعاتي څانګې د مشر شاهرخ نوش ابادي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي،

پر قطر د بندیزونو له لګول کېدو وروسته ایران دې هېواد ته په پنځو بار وړونکو الوتکو کې خوراکي مواد او سبزیجات لیږدولي دي.

د فارس ولایت د صنعت، سوداګرۍ او تجارت د ټولنې مشر علي همتي ویلي چې هره ورځ به سل ټنه میوه او سبزیجات قطر ته لېږدوي.

د ایران د څارویو د صادرونکو ټولنې مشر منصور پوریان بیا ویلي چې دوی په وروستیو دوو ورځو کې ۶۶ ټنه غوښه قطر ته صادره کړې او ۹۰ ټنه به هم په را روانه اوونۍ کې دې هېواد ته ولېږدوي.

قطر چې دوه نیم میلیون وګړي نفوس لري، مخکې له دې چې د خلیج د سیمې نژدې متحدین پرې بندیزونه ولګوي، د خپلو اړتیا وړ خوراکي موادو په سلو کې اتیا یې له خپلو لویو ګاونډیانو واردول.

ایران چې له اوږدې مودې راهیسې له سعودي عربستان سره اختلاف لري له دواړو هېوادونو غوښتي چې خپل اختلافات هوار کړي.

XS
SM
MD
LG