د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۹

په ۱۳۹۴کال کې د افغان لوبغاړو بریاوې


په۱۳۹۴ کال کې افغان لوبغاړو په بېلابېلو ورزشي برخو کې شاوخوا اتیا مډالونه ګټلي خو لاهم د لوبغاړو د ژوند د خوندیتوب لپاره دایمي حل لاره نه ده لټول شوې.

په دغه کال کې افغان لوبغاړو یواځې د جنوبي اسیا له لوبو څخه ۳۵ مډالونه وګټل او همدا راز یې په اسیايي او نړېوالو لوبو کې ډېرې لاسته راوړنې وکړې.

۱۳۹۴ لمریزکال د افغانستان د ورزش په ادارو کې د چارواکو له خوا لانجمن خو د لوبغاړو له خوا له لاسته راوړنو ډک تېر شو.

په بېلابېلو ورزشي رشتو کې شاوخوا اتیا مډالونه هغه څه دي چې افغان لوبغاړو یواځې له سیمه ییزو،آسیايي او نړېوالو لوبو څخه په ډېرو خواریو افغانستان ته ګټلي دي.

د جنوبي آسیا په اتم دور لوبو کې پنځه دېرش مډالونه، د وزن پورته کولو په آسیايي او نړېوالو لوبو کې لس د سرو زرو مډالونه، د اندام د ښکلا په سیمه ییزو او نړېوالو لوبو کې لس مډالونه چې په کې پنځه د سرو زرو شامل دي، د باسکټبال د سرو زرو مډال،د رزمي لوبغاړو شاوخوا ۱۰اتلولۍ او د کرکټ او فوټبال د ملي ټیمونو پرله پسې بریاوې هغه لاسته راوړنې دي چې افغان لوبغاړو په ۱۳۹۴ لمریزکال کې کړي دي.

په دغه کال کې د افغانستان د سرو زرو د ټولو مډالونو شمېر شاوخوا دېرشو ته رسیږي چې په یوه کال کې دا اندازه مډالونه هغه هم په داسې یوه حالت کې چې اکثرو لوبغاړو په لوږې او تندې تمرینونه کړي بې سارې بلل کیږي.

خو د ورزشي ادارو د مشرانو ترمنځ لانجې هغه څه وې چې په دغه کال کې یې د ډېرو لوبغاړو په څېرو کې مایوسي له ورایه ښکاره کوله.

محمود حیدري د تکواندو نړېوال اتل چې په دې وروستیو کې یې د جنوبي اسیا اتلولي هم وګټله د همداسې یوې خواشینې خبره کوي چې د تکواندو فدراسیون مخکینیو چارواکو یواځې شخصي ګټې لټولې ملي ګټې یې له یاده وتلې وې.

ښاغلي حیدري:

"له ۲۰۱۰ کال وروسته کله چې د تکواندو فدراسیون رهبري د ښاغلي بخشي او ملګرو په لاس کې یې ولوېده هغوی تر ډېره خپله ګټه لټوله د ملي ګټو پام یې نه ساته. ډېرې سیالۍ چې د تکواندو په برخه کې کېدلې تکړه لوبغاړي یې نه ورته انتخابول. وړتیا معیار نه وه یواځې ښه اقتصاد معیار و."

حیدري دا هم وايي چې له ټولو سختیو سره سره بیا هم د افغانستان لپاره هڅه کوي او تمه ده په غوراوي لوبو کې برخه واخلي څو د تکواندو په المپیکي لوبو کې هم د افغانانو لپاره ویاړ ور په برخه کړي.

محمود حیدري د تکواندو نړېوال اتل چې په دې وروستیو کې یې د جنوبي اسیا اتلولي هم وګټله
محمود حیدري د تکواندو نړېوال اتل چې په دې وروستیو کې یې د جنوبي اسیا اتلولي هم وګټله

په ورزشي ادارو کې پخوانۍ لانجې بیا د بدني روزنې ریاست هم تاییدوي او وايي چې موازي فدراسیونونو،سلیقه يي چلندونو او ګڼ شمېرو نورو ستونزو افغان لوبغاړو ته د خدمت د رسولو مخه ډب کړې وه.

د بدني روزنې د ریاست مشر همایون خیري له ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې دوی لوبغاړو ته هیڅ هم نه دي کړي خو له دې وروسته به پوره هڅه کوي چې لوبغاړو ته خدمت وشي.

ښاغلي خیري زیاته کړه:

"موږ د داسې یوې ادارې په توګه چې باید لوبغاړو ته خدمت وکړو د دې حق ځان ته نه ورکوو چې د لوبغاړو مخې ته ورشو.ځیني کسان په قصدي توګه غواړي چې ورزش ناسمې لارې ته بوځي. تر کومه ځایه چې ما اوریدلي په یوه کال کې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالره د افغانستان له ورزش سره مرسته شوې خو چېرته دي دا ۱۶۰ میلیونه ډالره."

ښاغلی خیري د افغان لوبغاړو هغه ملامتي په غاړه اخلي چې په تش لاس لوبو ته ورغلي او له رنګینو مډالونو سره بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د بدني روزنې ریاست چارواکي په داسې حال کې لوبغاړو ته د خدمت د نه رسولو خبره مني چې د یاد ریاست یو شمېر چارواکو د بودیجې د کمښت ستونزه هم د خپلو کمزوریو یوه لویه برخه یاده کړې او همدایې یو غټ لامل بللی چې د ډېرو لوبغاړو خبرې یې بې ځوابه پاتې کړي.

اخوا د المپیک د ملي کمېټې چارواکي وايي چې دوی په سخت حالت کې د دې کمېټې رهبري ته ورسېدل خو بیا یې هم په خپلو هڅو سره یو شمېر لاسته راوړنې وکړې.

د المپيک د ملي کمیټې رییس ظاهر اغبر چې یواځې څو میاشتو مخکې وټاکل شو آزادي راډیو ته وویل چې په یوه قوي کاري ټيم سره هڅه کوي چې له سیالیو لاسته راوړنې ولري.

ښاغلي اغبر زیاته کړه:

"له ما نه د ډېرو غوښتنو په مطرح کېدو سره راغلم چې له یوه نوي او متحده ټيم سره یوځای کار وکړم. خوشحاله یم چې په یوه قوي ټیم سره مخته ځو. اوس لوبغاړي او د المپیک کمېټې چارواکي تازه نفس باسي. د دې خبرې ثبوت مو دا دی چې په همدې وروستیو کې مو د جنوبي اسیا په المپيکي لوبو کې برخه واخیسته او ښې لاسته راوړنې مو هم ترې وکړې."

ښاغلي اغبر همدا راز غوښتنه وکړه چې باید په لوبو کې هیڅ ډول سیاسي لاسوهنې ونه شي او د بدني روزنې ریاست که څه هم په اوس وخت کې له دوی سره ښه روابط لري خو هڅه دې وکړي چې یواځې لوبغاړو ته د بودیجې او خدمتونو په برابرولو کې کار وکړي.

د المپيک د ملي کمیټې رییس ظاهر اغبر چې یواځې څو میاشتو مخکې وټاکل شو آزادي راډیو ته وویل چې په یوه قوي کاري ټيم سره هڅه کوي چې له سیالیو لاسته راوړنې ولري.
د المپيک د ملي کمیټې رییس ظاهر اغبر چې یواځې څو میاشتو مخکې وټاکل شو آزادي راډیو ته وویل چې په یوه قوي کاري ټيم سره هڅه کوي چې له سیالیو لاسته راوړنې ولري.

د المپیک او بدني روزنې د ریاست ترڅنګ اخوا په کرکټ او فوټبال کې هم زیاتې لاسته راوړنې وشوې خو بیا هم د ځینو برخو ستونزې چې له کلونو راهیسې را پیدا شوې وې په ۱۳۹۴ کال کې بې ځوابه پاتې شوې.

د فوټبال د ملي ټيم یوه لوبغاړي عبدالله ابدالي ازادي راډیو ته وویل، د روزونکو او فدراسیون په هڅو سره په نړېوالو او سیمه ییزو لوبو کې یې افغان فوټبال ټیم ښې لاسته راوړنې وکړې خو د لوبغاړو ناسم اقتصادي وضعیت او د ورزشي امکاناتو نشتوالی یې اوس هم ځوروي.

ښاغلي ابدالي زیاته کړه:

"خاصې ستونزې لرو. زموږ یوه ستونزه دا ده چې په ټول کابل کې د فوټبال یواځې دوه مصنوعي چمنونه لرو. بله خبر چې موږ سخت ځوروي دا ده چې د ملي لوبغاړي په حیث هیڅ کوم معاش او یا حق الزحمه نه لرو چې ووایو موږ دا دی پیسې ترلاسه کوو."

د فوټبال د ملي ټیم دا لوبغاړی وړاندیز کوي چې د افغان لوبغاړو لپاره باید د معاشونو د ټاکلو په برخه کې ځانګړِ هڅې وشي او پرینږدي چې له دې وروسته له دې امله له رواني پلوه تر فشار لاندې و اوسي.

د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړي په داسې حال کې له ناوړه اقتصاده ځوریږي چې په تش لاسه یې د جنوبي اسیا په لوبو کې دویم مقام ګټلی او اوس هم نړيوالو لوبو ته د غوراوي په سیالیو کې لوبیږي.

کرکټ بورډ بیا ادعا کوي چې په ښه مدیریت سره يې په ۱۳۹۴ کال کې نه یواځې چې ستونزې حل کړي بلکې په پرمختیايي برخه کې یې هم زیات کارونه کړي دي.

د دغه بورډ مرستیال عزیزالله فضلي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له تکړه ټیمونو څخه پرله پسې بریاوې،د انکشافي بودیجې زیاتوالی او په رغنیزو کارونو کې د شاوخوا څلورو میدانونو پرانیستل د ۱۳۹۴ کال لویې لاسته راوړنې دي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه:

"واقعاً ۲۰۱۵ کال د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره یو زرین کال و. که د بیا رغونې په برخه کې وې، د میدانونو او اکاډمیو په کچه که ووایو او یا هم که د لوبو په برخه کې ووایو نو ډېرې لاسته راوړنې مو کړي دي. دولس لوبې مو له زیمبابوې سره وکړې چې ترې ومو ګټلې."

خو د کرکټ بورډ د دغو خبرو په ځواب کې څو واره یو شمېرمدني فعالانو غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي چې په دې اداره کې فساد موجود دی او د لوبغاړو په انتخاب کې هم ځینې وختونه سلیقه یي چلندونه شوي دي.

عزیزالله فضلي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له تکړه ټیمونو څخه پرله پسې بریاوې،د انکشافي بودیجې زیاتوالی او په رغنیزو کارونو کې د شاوخوا څلورو میدانونو پرانیستل د ۱۳۹۴ کال لویې لاسته راوړنې دي.
عزیزالله فضلي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له تکړه ټیمونو څخه پرله پسې بریاوې،د انکشافي بودیجې زیاتوالی او په رغنیزو کارونو کې د شاوخوا څلورو میدانونو پرانیستل د ۱۳۹۴ کال لویې لاسته راوړنې دي.

که څه هم په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د دوو مهمو ورزشي ادارو بدنې رونې ریاست او المپیک ملي کمېټه د رهبرۍ د خلا له ستونزې او د مشرانو ترمنځ د لانجو له ستونزو سره مخ وه خو وبه کتل شي چې په ۱۳۹۵ کال کې دا ادارې له نویو مشرانو سره لوبو او لوبغاړو ته څومره خدمتونه کولای شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG