د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

د کرکټ ملي لوبډله ډک لاس هېواد ته راستنه شوه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې پر وړاندې له دوو پرله پسې بریاوو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.

د کرکټ لسګونه مینه والو د زیمبابوې په وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې وستایلې.

د کرکټ ملي لوبډله د دوشنبې غرمه مهال له شارجې څخه د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته راستنه شوه او د هرکلي لپاره یې د عامو خلکو سربېره یوشمېر دولتي چارواکي او د ملي شورا غړي هم ورغلي وو.

له زیمبابوې سره د کرکټ په یو ورځنیو او شل اوریزو لړیو کې افغان توپ وهونکی شهزاد محمدي ښه وځلید او د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو څلورم توپ وهونکی وپېژندل شو.

شهزاد له رسنیو سره خبرو کې د خپلې بریا په اړه وویل:

"له درېیو میاشتو را په دېخوا موږ له کورونو نه بهر یو او هلکانو ډېر زحمت ګاللی دی چې موږ دغه ځای ته ورسېدو او له تاسو ټولو نه ډېره زیاته مننه کوم او له تاسو نه غوښتنه کوم چې د راتلونکو سیالیو لپاره هم دعا وکړئ."

افغانستان په شارجه کې د کرکټ د نړېوال شورا له بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد زیمبابوې سره پنځه یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې وکړې چې د دواړو لړیو کپ یې وګاټه.

په یو ورځنۍ لوبو کې افغانستان له پنځو نه درې او په شل اوریزو کې دواړه لوبې وګټلې.

ورستۍ شل اوریزه لوبه د دوشنبې په شپه وشوه چې افغان لوبډلې زیمباوې ته ۲۱۶ منډې هدف ورکړ او د یو اتیا منډو په توپیر یې دغه لوبه له زیمبابوې وګټله.

محمد شهزاد محمدي په دې لوبه کې په ۶۷ بالونو یوسل او اتلس مڼدې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلی پاته شو.

د کرکټ د ملي لوبډلې بل غړي حشمت الله شهیدي ازادي راډیو ته وویل:

"ډېر د خوشحالۍ احساس کوم ځکه دا یوه ډېره غټه لاس ته راوړنه وه؛ سره له دې چې زیمبابوې د نړۍ د لسو تکړه ټیمونو په کتار کې دی؛ خو موږ بیا هم د دوهم ځل لپاره له هغه هېواده لوبه وګټله او ماتې مو ورکړه."

د کرکټ مینه والو ویل چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دا لوبې بې سارې وې.

د ملي ټیم یو تن مینه وال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ ټول هېوادوال خوشحاله دي؛ الله پاک دې ټول خوشحاله لري؛ موږ ورنه هر وخت خوشحاله یو او ملاتړ یې کوو؛ ډېر زیات خوشحاله یو بې حده زیات خوشحاله یو؛ افغانستان زنده اباد."

په ورته وخت کې د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وايي چې افغان ټیم په دې سیالیو کې ښه وځلیده او په راتلونکي کې به هم هڅه وشي چې خپل هېواد ته بریاوې ورپه برخه کړي.

د کرکټ بورډ مرسیتال حاجي عزیزالله فضلي د دغې بریا په اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"موږ په نړۍ کې د شاوخوا په یوسلو پنځه اتیا هېوادونو کې په پنځوس اوریزو سیالیو کې لسم او شل اوریزو کې نهم ځای خپل کړ او ان شاءالله په راتلونکې کې به هم د افغانستان لوبډله ښه ځلیږي او واقعاً چې یو غټ افتخار یې هېواد ته راوړو."

په دې وروستیو بریاو سره افغان ټیم په شل اوره سیالیو کې نهم او په یو ورځنیو سیالیو کې لسم ځای خپل کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به له دې وروسته په شل اوریزو نړېوالو او اسیايي سیالیو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG