د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

محمدنبي د کرکټ په سوپرلیګ سیالیو کې د خپلې لوبډلې نوم وځلاوه


د پاکستان د سوپرلیګ کرکټ سیالیو په یوې بې ساري مسابقه کې تیره ورځ د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل په حیرانونکي لوبې سره خپل او د خپل ټیم نوم وځلاوه.

نبي چې د کوټه ګلیډیټرز له خوا لوبیږي د لاهور قلندرز ټیم پر وړاندې یوازې په ۱۲ توپونو دیرش منډې جوړې کړې او خپل ټیم يې بریالیتوب ته ورساوه.

له تیرې شپې راهیسې د افغانستان د کرکټ د ستوري محمد نبي عیسې خیل نوم د ټولنیزو شبکو،کرکټ د مینه والو او پاکستاني رسنیو سرخط او د ستاینې موضوع ګرځیدلی دی.

محمد نبي چې د پاکستان د کرکټ د سوپرلیګ سیالیو په ترڅ کې چې په دوبې کې روانې دي، د کوټې له خوا لوبیږي د لاهور ټیم پر وړاندې په بې ساري لوبې سره خپل ټیم بریالیتوب ته ورساوه.

کله چې لاهور قلندرز ټیم د کوټې ګلیډیترز ټیم ته د ۲۰۲ منډو هدفه وټاکه نو په شلو اورونو کې دې هدف ته رسیدل که ناممکن نه خو مشکل ضروره ښکاره کیده.

خو د لوبې په وروستیو اورونو کې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسې تیزې او زړه راښکونکې لوبې د لاهور قلندرز ټیم له غیر متوقع شکست سره مخ کړ.

نبي یوازې په ۱۲ توپونو دیرش منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.

د پاکستاني رسنیو سربیره په ټولنیزو شبکو د محمد نبي مینه والو د هغه لوبه په ډول ډول تبصرو سره ستایلې ده، چا محمد نبي اتل بللی دی او چا بیا نوموړی په احساساتي او ان په سیاسي ستاینو او شعارونو ستایلی دی.د پاکستان تلویزونو ویلي محمدنبي د لاهور د ټیم ارمانونه خاورې کړل.

پرلوبه تبصره کوونکو کرکټ پوهانو چې کله نبي وروستی توب څلوریزې ته واستوه، د دغه افغان لوبغاړي داسې ستاینه وکړه.

د محمد نبي یو شمېرمینه والو د لاهور د ټیم پر وړاندې د هغه پرونی لوبې ته سیاسي تبصرې هم کړي دي.

وروسته ترهغې چې محمد نبي په خپلو شپږیزو او څلوریزو سره د لاهورټیم مات او په میدان د هغې لوبغاړي او مینه وال په ژړا کړل، ځینو مینه والو يې په کنایه کې پر ټویټر لیکلي نو د پاکستان د پوځ مشر پریکړه وکړه چې کابل ته لاړ شي او افغان حکومت ته شکایت وکړي چې له افغانستانه پر پنجاب د برید مخه ونیسي.

د پاکستان د کرکت په سوپرلیګ سیالیو کې د نړۍ د کرکټ مشهور لوبغاړي په مختلفو ټیمونو کې له یو بل سره سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG