د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

افغان کرکټ لوبډله زیمبابوې ته په درې ځله ماته ورکولو کې اتله شوه


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړېوالې شورا یا (ICC) په لسو غوره ټیمونو کې داخل شو.

دا امتیاز افغان لورې وروسته تر دې ترلاسه کړ چې د کرکټ د نړېوالې شورا بشپړ غړی هېواد، زیمبابوې ته یې تېره ورځ په شارجه کې په دوو ویکټو ماتې ورکړه او له دې سره یې د یو ورځنۍ لوبو روانه لړۍ درې په دوه له زیمبابوې څخه وګټله.

د ۵۰ اووره په پرونۍ لوبه کې، لومړی بیټنګ زیمبابوې وکړ او تبصره کوونکو وویل چې افغان باولران باید په سر کې ویکټ واخلي.

زیمبابوې افغانستان ته ۲۴۹ مندې هدف وټاکه، دې هدف ته په داسې حال کې افغان لوبغاړي ورسېدل چې لا دوه توپه پاتې و.

ګلبدین نایب د ۸۲ منډو له جوړېدو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او محمد شهزاد په پنځو لوبو کې د ۲۳۷ منډو د جوړېدو لپاره د ټولو لوبو غوره لوبغاړی انتخاب شو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG