د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره سلګونه کسان او د لوبې مینه وال نن سهار د فوټبال فدارسیون مخې ته راټول شوي وو او له لوبغاړو یې تود هرکلی وکړ.
دغو مینوالو ویل، دا ورته مهمه نه ده چې افغانستان هند ته لوبه وبایلله؛ بلکې له دې وړاندې یې له هنده یو وار اتلولی لوبه ګټلې ده.
د فوټبال د ملي ټیم درې تنه مینه والو له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپل احساسات او خوشحالۍ داسې بیانې کړي:
"۱- نن ډېر زیات خوښ یم چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په خیر سره راورسېد او موږ ته یې وښوده چې افغانستان کولي شي پرمختګ وکړي اباد وي او د خوشحالی پیغام له ځانه سره ولري. زموږ ټیم او خلک خوشحاله دی دا ټول د فوټبال د ملي ټیم برکت دی.
۲- کله چې دوهم ګول ووهه نږدی و چې زما د زړه حرکت ودریږي؛ ډېر زیات خوښ یم هېڅ نه شم کولي چې خپله خوښي بیان کړم.
۳- دې سیالیو افغانستان ته ډېرې خوشحالیانې راوړلي؛ موږ ډېر زیات خوښ یو او نه شو کولی چې خپل احساسات بیان کړو."
د جنوبي اسیا د فوټبال په لوبو کې د افغانستان ملي ټیم له څو پرله پسې بریاوو وروسته د هند له ټیم سره په پایلوبه یا فاینل کې مخامخ شو چې لوبه ۲ د ۱ پر وړاندې د هند په ګټه پای ته ورسېده.
که څه هم افغان لوبډلې په دې لوبه کې ډېر چانس درلود؛ خو بیا هم ونه توانېده چې د خپلې تېر ځل اتلولۍ ساتنه وکړي.
د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړي هم ډېر خوښ ښکارېدل او ویل یې چې د خلکو تود هرکلي یې خوښې یوه په دوه کړه.
د ملي لوبډلې یوه غړي اباسین علي خېل ازادي راډيو ته داسې وویل:
"موږ ډېر ښه احساس کوو چې زموږ هېوادوال موږ تشویق کوي؛ دا چې موږ لوبه هم بایلو، خو بیا هم زموږ شاته ولاړ وي، دا موږ ته د افتخار ځای دی."
افغان ټیم دوه ځله مخکې هم د هند له ټیم سره د جنوبي اسیا د فوټبال په وروستۍ لوبه کې مخ شوی و چې یو ځل یې دا ټيم په ۲۰۱۳ کال کې مات کړی و او د اتلولۍ جام یې ګټلی و.
د جنوبي اسیا د اتلولۍ لوبې د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بنګلدیش، نیپال، بوتان او مالدیف په ګډون په دوو کلونو کې یوځل ترسره کیږي.
افغانستان د ۲۰۱۳ کال په لوبو کې هند ته ماته ورکړه او د دې لړۍ د اتلولۍ جام یې کورته راوړ او په ۲۰۱۱ کال کې یې د اوس په څېر دويم مقام ګټلی و.