د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۸

"افغان کرکټ لوبډلې ځان د نړۍ په لسو غوره ټیمونو کې راوست"


د کرکټ د نړېوال شل اوریز جام بل پړاو ته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د بري په اړه بې شمېرو نړيوالو مطبوعاتو تبصرې خپرې کړي.

د ډېرو اروپايي ورځپاڼېو او خپرونو ترڅنګ د دغو لوبو د کوربه هېواد هند انډین ایکسپریس ورځپاڼې کښلي:

"افغانستان زیمبابوې ته په ۵۹ منډو ماتې ورکړه او ځان یې د نړۍ په لسو غوره ټیمونو کې راوست."

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، زیمبابوې د افغانستان په وړاندې پر له پسې ویکټونه یا لوبغاړي وبایلل او څرګنده یې کړه چې د افغانستان په وړاندې کمزوری دی.

انډین ایکسپریس دا هم لیکلي چې د زیمبابوې حتی یو لوبغاړی هم د افغان لوبغاړو په وړاندې د لوبې تر پایه ټینګ نه شو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې افغان نجلۍ په اړه لیکنه خپره کړې چې تښتول شوې او جنسي تېری پرې شوی دی.

ورځپاڼه وايي چې د ګل مومینې کیسه د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته یو چلینج دی.

ګل مومینه وايي، ۱۵ کلنه وه چې یوه سړي او د هغه ښځې په کابل کې له خپله کوره وتښتوله، سوډا یې ورکړه او بې هوشه یې کړه.

د ورځپاڼې له مخې، ګل مومینه وايي، کله چې په هوښ راغله، که ګوري په یوه خټینه خونه کې ده او دروازه ورپسې کلوپ (قفل) ده.

د دې په وینا درې نیمې میاشتې تښتوونکي سړي وهله، جنسي تجاوز یې پرې کاوه او ورته ویل یې چې دا یې درېمه ښځه ده.

خو سید حسین، چې د ګل مومینې په تښتولو تورن دی، وايي چې نوموړې یې تښتولې نه ده.

واشنګټن پوسټ په یوه بله لیکنه کې، په افغانستان کې د پخواني امریکايي قوماندان جنرال جان ایف کېمبل څرګندونې رااخیستي دي.

کېمبل وايي، د امریکا پوځ ته په کار ده چې په افغانستان کې تر اوسنۍ اندازې زیات څه وکړي.

دی وايي چې په افغانستان کې یې د ناټو او امریکايي پوځیانو د عمومي قوماندان په توګه د دندې تر پای ته رسېدو مخکې د امریکا جګپوړو چارواکو ته د افغان ماموریت په اړه یو لړ سپارښتنې وکړې. خو ده د خپلو سپارښتنو جزییات څرګند نه کړل.

کېمبل یوازې دومره وویل چې ده وړاندیز کړی چې امریکا ته پکار ده چې د افغانستان د مځکنیو ځواکونو مشورتي رول پراخ کړي او د طالبانو پر ضد اضافي اقدامات وکړي.

ده ویلي چې دا کارونه د دې لپاره لازم دي چې پر طالبانو فشار زیات شي.

XS
SM
MD
LG