د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د ټکواندو په فدراسیون کې راپورته شوې لانجې حل شوی


د افغانستان د تکواندو په فدراسیون کې راپورته شویو لانجو ته نسبي حل لار پیدا شوه.

د دغه فدراسیون استازیوله یو بل سره مخالفت درلود چې له امله یې ډېر نړېوال اتلان په کور کیناستل او یا بهرنیو هېوادونو ته کډه شول.

که څه هم د دغه فدراسیون مسوولین وايي چې د غړیو په عمومي غونډه کې یې مخالفتونه ختم شول خو شته لا هم ځیني لوبغاړي چې د راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

د المپیکي لوبو د دوو برنزو لرونکي ورزشي فدراسیون تکواندو؛ مسوولینو له یو بل سره روغه جوړه کړې او وايي چې د دې لوبې د پرمختګ لپاره کار کوي.

که څه هم د دغو برنزو مډالونو اتل روح الله نیکپا او لسګونه نور داسې لوبغاړي اوس وخت په بهر کې شپې سبا کوي یا په کورناست دي خو د تکواندو فدراسیون چارواکي وايي چې له دې وروسته به د تکواندو د پرمختګ او د لوبو لپاره چمتووالی ونیسي.

د تکواندو فدراسیون رییس نجیب الله سکندري ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ د دغه فدارسیون غړیو عمومي غونډه وکړه او دی په کې د رییس په توګه تایید او سیدصادق هاشمي هم د تخنیکي مرستیال په توګه وټاکل شو.

ښاغلي سکندر وویل چې هڅه کوي د روح الله نیکپا په څېر ناراضه اتلان هېواد ته راولي او یوځل بیا د تکواندو لوبه د نړۍ په سطح نندارې ته وړاندې کړي:

«له ټولو هغو تکواندو کارانو څخه چې په بهر کې دي غواړو چې راشي.

په نننۍ جنرال اسامبله کې ما کومه مخالفه رایه نه درلوده د رییس په توګه تایید شوم.

سیدصادق هاشمي د تخنیکي مرستیال په توګه تایید شو خو د سکرتر جنرال لپاره میرویس بهاوی او د څارونکي په توګه یوسف دلدار رد شول.

هڅه کوو چې ښاغلی بهاوي هم له خپل ځانه سره ولرو چې کوم مخالف په فدراسیون کې نه وي موجود.»

ښاغلي سکندر وویل چې د تکواندو فدراسیون د ستونزو د هواري په هدف په دې عمومي اسامبله کې د ولایتونو استازیو او د المپیک او بدني روزنې ریاست چارواکو برخه درلوده.

د افغانستان تکواندو چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې د نړۍ په سطح اووم مقام درلود اوس له یو نیم سلم مقام اوښتی او له ډېر وخت راهیسې هیڅ یوه افغان لوبغاړي کومه بهرنۍ رسمي سیالي نه ده کړې.

د تکواندو فدراسیون وروسته له هغه په دوو ډلو وویشل شو چې د دغه فدراسیون مخکینی رییس ضیاالحق بخشي او ځیني نورکسان په فساد تورن شول او له امله یې د تکواندو ملي لوبغاړي له دې لوبې لاس په سر شول.

د تکواندو ځيني اتلان لا هم د دې لوبې راتلونکی روښانه نه بولي او وايي، که د تکواندو فدراسیون د دې رشتې د نړېوال فدراسیون له خوا تعلیق شي نو لوبغاړي له کلونه کلونه له رسمي لوبو محرومه شي.

نثاراحمد بهاوي چې څو واره یې له نړېوالو لوبو اتلولۍ راوړي ازادي راډیو ته وویل چې د تکواندو په دې عمومي اسامبلې کې ستندرد نه و مراعات شوی او ویره شته چې د تکواندو فدراسیون تعلیق نه شي:

«څو استازي تقلبي و. ډېر جزییات باید په دې جنرال اسامبله کې مطرح شوي نه وای. خو دوی جزییاتو ته لاړل چې رییس دې تایید شي یا نه سکرتر جنرال او تخنیکي مرستیال هم په دې ترتیب.

دا د تکواندو نړېوال فدراسیون له مقرراتو او سټنډرډ سره خلافه خبره ده. موږ هیله من یو چې افغان فدراسیون تعلیق نه شو.»

ښاغلي بهاوي وویل چې د تکواندو په فدراسیون کې ستونزو او لانجو تر ډېره لوبغاړي زیانمن کړي نو ځکه باید د لوبغاړو د بیا پیاوړي کولو لپاره ترټولو زیاته هڅه وشي.

د تکواندو په فدراسیون کې د لانجو له امله ډېر لوبغاړي له لوبو کولو پاتې شول او اوس وخت که څه هم د دغه فدراسیون چارواکي د فعالیت خبره کوي خو هیڅ یو ملي لوبغاړی تمرین نه لري او نه ده معلومه چې د ۲۰۱۶ کال المپیکي لوبو لپاره به کوم افغان لوبغاړی انتخاب شي که څنګه.

صفي الله ستانکزی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG