د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د فوټبال او کرکټ ملي لوبډلو اتلولیو افغانانو ته تازه روح ورکړی


د کرکټ او فوټبال په ډګرونو کې د افغان ټیمونو پرله پسې بریاوو افغانان خوشحاله کړي دي او وايي چې دې بریاوو د هېواد سره د خلکو مینه زیاته کړې ده.

له وطن سره د مینې د بیانولو ځانګړې ورځې هغه ورځې دي چې د افغانانو په ټولنیزو پاڼو کې تر ټولو ډېر په کې د افغانستان نوم ښکاري او د خلکو تر منځ د وطني مینې ډېر خاص احساس وي.

دا ورځې کله د خپلواکۍ وي او کله هم د نورو ویاړونو.

خو په دې وروستیو کې ورزش د افغانانو د یو ځای کېدو یوه بله لار پرانیستې داسې لار چې له هندوستانه د فوټبال د بري مسلسل خبرونه او له اماراتو بیا د کرکټ د پرمختګ زیري له ځانه سره لري.

په هېواد کې دننه افغانان وايي چې د ورزشي ټیمونو پرله پسې بریاوو دوی ته نوې روحیه ورکړې او په خپه خپه ماحول کې د بریاوو دا زیري لکه د مرهم په شان لګېږي.

له دغو کسانو څخه یو تن محمد ضمیر وايي:

"ډېر شکر باسم چې نن زموږ د هېواد بیرغ په مېړانه په میدانونو کې رپېږي په ایران پاکستان کې ډېر په پردیو ټیمونو نازېدو اوس خپل د فوټبال او کرکټ ټیمونه لرو او هغه هم هره ورځ راته ښه خبرونه راکوي زه د خپلې خوښۍ اندازه نه شم بیانولی، خدای دې دوی خوشحاله کړي چې موږ یې خوشحاله کړي یو."

د کابل یو تن اوسېدونکي فرید نیازي وویل:

"زما سره همدا احساس و چې څنګه مسلسلې بریاوې بیان کړم، خو زه دا وایم چې که دا موږ وساتو او ویې پالو زموږ د یووالي لپاره به ډېره ګټه وکړي ځکه اوس وینو چې مېچ وګټو هر څوک خوشحالي کوي او همدا لوبې دي چې زموږ خوشحالي یې یوه کړې ده."

له دوبۍ څخه یو تن افغان نورالله زیاتوي:

"د کرکټ او د فوټبال بریاوو نه باید زموږ سیاستمداران هم څه زده کړي که هغوی هلته د وطن نوم ګټي او موږ دلته پرې ویاړو داسې باید دوی هم دلته په هېواد کې څه داسې وکړي چې موږ پرې وویاړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ټیم زیمبابوې ته له ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د نړۍ د غوره ټیمونو تر منځ په ۱۰ درجه کې راغی او ورپسې د فوټبال ملي ټیم د دوشنبې په ورځ مالدیف ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

له دې وړاندې د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا په دغو روانو سیالیو کې بوتان او بنګله دېش ته په لوی توپیر سره ماته ورکړې ده.

د هېواد اوسېدونکي وايي چې دې بریاوو افغانان سره نېږدې کړي او افغان حکومت باید له همدې امله هم د لوبو ودې ته لاپاملرنه ډېره کړي.

په ټولنیزو فېسبوک او ټویټر پاڼو کې هم احساسات همداسې څه وي له هرې ویکټې، ګول، شپږیزې او څلوریزې سره هر څوک هڅه کوي چې د خپل پوسټ له لارې د بري زیری او د ټیمونو په ملاتړ د هغوی انځورونه تر نورو ژر خپور کړي.

سربېره پر دې د افغانستان مشرانو جرګې هم د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د کرکټ او فوټبال وروستۍ بریاوې د اهمیت وړ وبللې او ویې ویل چې هېواد ته د دغو ټیمونو له راتګ سره به یې تود هرکلی وکړي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار چې په دې ورځ یې د جرګې مشري کوله په دې اړه وویل:

"د افغانستان د فوټبال او کرکټ دواړو ټیمونو د افغانستان لپاره ویاړونه ګټلي او موږ ورته لابریاوې غواړو، هیله کېږي چې کله دا ټیمونه هېواد ته راستنېږي د اړوندو کمېسیونونو له خوا ښه وهڅول شي."

له دې سره د افغانستان د دغو ورزشي ټیمونو مزل لا پای ته نه دی رسېدلی بلکې د کرکټ ملي ټیم د سې شنبې په ورځ د زیمبابوې په وړاندې د دویمه یو ورځېنۍ سیالۍ کوي او د فوټبال ملي ټیم بیا د پنجشنبې په ورځ په دویمه نیمایي کې د سریلانکا سره خپل بخت ازمايي.

له دې وړاندې دواړو ټیمونو په خپلو دا ډول سیالیو کې اتلولي ګټلې او اوس مهال دا ټیمونه د خپلو اتلولیو څخه د دفاع په لوري ګام ږدي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG