د جلال اباد ښار ګڼ شمېر اوسېدونکو د افغان د کرکټ لوبډلې دوهمه بریا د ملي نغمو، ډول غږولو او اتڼونو سره د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې ونمانځله.
د سې شنبې په ماښام په دې واټ کې په سلګونو ځوانان راټول شوي وو او په ژوندۍ بڼه یې له زیمبابوې سره د افغانستان د کرکټ سیالي ننداره کوله.
د افغان لوبغاړو په هر شاټ او ویکټې اخیستو سره یادو ځوانانو خپل لوبغاړي په چکچکو او د خوښیو په نارو سره بدرګه کول.
د تېرې شپې د کرکټ لوبې یوه نندارچي زبیر خاکسار یې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د لوبې په اړه خوشالي د سولې او امن پیغام خپروي:
"تاسې ګورئ چې په سلګونو ځوانان د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلي او دا نن ماخُستن چې موږ او تاسو راټول شوي یو د دې په خاطر چې ننګرهار تل د سولې او امن کور پاتې شوی او ان شاءالله موږ به د سولې او امن یو نوی زیری ولرو."
د ځوانانو دغو ګرمو احساساتو د ننګرهار ولایتي چارواکي هم دې ته اړ کړل چې راشي او د ځوانانو په څنګ کې د خپلې ملي لوبډلې بريا په شریکه ونمانځي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم د کرکټ بريا په مناسبت په جوړ شوي جشن کې برخه واخیسته او د کرکټ مینوالو ته يې د دې سترې بریا مبارکي ورکړه:
"د افغانستان ټول قدرمن ولس ته د نننۍ لوبې ګټلو مبارکي وایم او خوشاله یم چې د ننګرهار ځوانان په ډېره مینه د خپل کرکټ ملي ټیم د تشویق لپاره تر نیمې شپې ولاړ دي، دا هغه څه دي چې موږ کې یووالی راولي او دوی ټولې نړۍ ته ښيي چې افغانان نور د وېرې نه دي دوی له یوې خوا د خپلو سربازانو قرباني ستايي او بل خوا د کرکټ د ملي ټیم اتلولي ستايي."
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ دغه سیالي په شارجه کې وه چې لومړی زیمبابوې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
وروسته افغان لوبغاړو په ۴۷ اورونو کې دا هدف د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د افغانستان له خوا شهزاد محمدي ۱۳۱ منډې جوړې کړې او د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
راپو: شاه محمود شینواری