افغانستان نن د یوې قوي ارادې سره د فوټبال میدان ته داخلیږي ترڅو د جنوبي اسیا د قهرمانۍ جام د هند تر لاسه کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د دغه سیالۍ لپاره زیاته امادګي نیولې او امید لري چي نړېوال جام به کابل ته راوړي.
افغانان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په بې صبرۍ سره انتظار باسي ترڅو یو ځل بیا د هند په مقابل کې د خپلې لوبډلې بریا ولمانځي.
هغه شېبې لاهم د خلکو په ذهنونو کې دي چې دوه کاله مخکې افغانستان د لومړي ځل لپاره د جنوبي اسیا قهرماني ترلاسه کړه.
د نیپال په پایتخت کټنانډو کې افغانستان له هنده دوه– د صفر په مقابل کې لوبه ګټلې وه او په دې توګه يې د افغانستان د سپورټ په تاریخ کې دا لویه بریا ثبت کړه.
له هغه ورځې اوس دوه کاله تیریږي او نن یو ځل بیا دغه دوې لوبډلې یو له بل سره مخامخ کیږي.
ولسمشراشرف غني د افغانستان د خلکو په استازيتوب د ملي لوبډلې د بریا لپاره هیله څرګنده کړې.
د ملي لوبډلې روزنکی علي عسکر لعلي د ولسمشر دغه پیغام پر خپل فیسبوک پاڼه خپور کړی:
"د دې اړخه چې اتلولي مو ساتلې ټوله افغانان په یوه ژبه ستاسې ستاینه کوي.زه هم د دې انتظار کوم چې ستاسې ښه هرکلی وکړم او ټول ملت په تاسې افتخار کوي."
افغانستان د جنوبي اسیا په روانو لوبو کې ډېر ګولونه وهلي.
د دغه جام په پنځو بهترینو ګولونو کې تر ټولو غوره درې ګولونه د افغانستان ملي لوبډلې ترسره کړي.
ارش عاطفي، امید پوپلزی او فیصل ښایسته د مالدیف او سریلانکا د لوبډلو په وړاندې بهترین ګلونه وهلي اما د سریلانکا د لوبډلې په وړاندې د ښاغلي فیصل ګول د اسیا د نړېوال جام د روانو لوبو غوره ګول وشمېرل شو.
د افغانستان ملي لوبډله د جنوبي اسیا په لوبو کې د ۲۰۱۱ کال د قهرمانۍ مرستیاله لوبډله او د ۲۰۱۳ کال قهرمانه لوبډله بلل کیږي.
د هند په وړاندې يې ۶ ځله، قهرماني ترلاسه کړې.
د جنوبي اسیا د اتلولۍ لوبې په هرو دوو کلونو کې د اتو لوبډلو په ګډون ترسره کیږي.
افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش، نیپال، بوتان او مالدیف فوټبال لوبډلې په دغه لوبو کې ګډون کوي اما سږکال پاکستان په دغه لوبو کې برخه نه ده اخیستې او په ظاهره يي ویلي چې د خپلو لوبغاړو په اړه امنیتي اندیښنه لري.
افغانستان په نړۍ کې د لوبو په جدول کې ۱۵۰ او هند ۱۶۶ ځای لري.
افغانستان به د نن ورځې په بریا سره د فیفا په جدول کې ډیر زیات لوړ شي او افغانان به یوځل بیا د سپورټ د لارې د سولې پیغام نړېوالو ته ورسوي.
راپور: محمدصادق رښتینی – پراګ