تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۷

"خپل وطن ګل وطن" د فوټبال لوبې ټورنمینټ پای ته ورسید

د "خپل وطن ګل وطن" په نوم د فوټبال لوبې څلوېښت ورځنۍ ټورنمنټ چې د خوست د المپیک مدیریت له خوا پیل شوی وو، بالاخره نن د شنبې ورځې په ماښام د غرغښت د سیمه ییز تلویزیون د لوبډلې په بریا پای ته ورسید.

په دې ټورنمنټ کې چې څلور د حکومتي ادارو او اتو د رسنیو لوبډلو برخه درلوده، پای لوبې ته يې د غرغښت د سیمه ییز تلویزیون او د خوست د ولایتي شورا لوبډلې راووتې او په نتیجه کې لوبه د غرغښت د ټیم په ګټه پای ته ورسیده.

یادې لوبې چې د خوست په ملي لوبغالي کې ترسره کېدې، هره ورځ به ورته د خوست د بیلابیلو سیمو سلګونه ننداره کوونکي راتلل او دا لوبې يې له نږدې کتې، همدارنګه یو شمېر سیمه ییز راډیو ګانو د سیالیو ژوندی بهیر هم خپراوه.

د خوست د المپیک مدیر عزیز ملنګ ازادي ته وویل چې د دې مسابقو څخه يې دوه اهداف درلودل اول دا چې زموږ ځوانان په غیر قانوني لارو له مهاجرتونو راوګرځوي او دویم هم د نشه يي توکو پر زیانونو د ځوانانو پوهول وو.

ښاغلي ملنګ زیاته کړه:

"یو هدف مو دا وو هغه ځوانان چې په قاچاقي لارو خارج ته ځي، هغو ته مو دا پیغام ورکولو چې په داسې لارو خارج ته مه ځئ، زموږ هغه ځوانان چې پوهنتونونو نه فارغ شوي وو، درس يې ویلی وو، خو د لارو قرباني شول، دویم پیغام مو د نشه يي توکو د استعمال وو، سره له دې چې په خوست کې د نشه يي توکو کر نشته، خو نشې ډېرې کېږي، هغوی ته مو پیغام دا وو چې تاسو راشئ نشې پریږدی، تعلیم وکړئ او تر څنګ يې ورزش وکړئ."

د سولې پیغام په نوم یوې سیمه ییزې راډیو په دې سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ، د یادې راډیو مشر زاهدشاه انګار وايي چې کله دوی ټورنیمنټ ته ورګډ شول او سیالۍ يې پیل کړې، نو دوی ته مالومه شوه چې په دې بهیر کې یو شمېر مهمې ستونزې شته چې په حلولو سره يې په خوست کې د سپورټ برخه نوره هم پرمختګ کولای شي.

ښاغلي انګار زیاته کړه:

"د عمق نه چې کله موږ د سیالیو په داخل کې شو، ځیني ستونزې شته چې هغې ته باید مدني ټولنه، د ولایتي شورا، د خوست ځايي چارواکي همدارنګه مرکزي حکومت، د المپیک ریاست او د فوټبال فدراسیون دې ته توجه وکړي، ترڅو په خوست کې سپورټ لاهم وده وکړي."

د غرغښت د سیمه ییز تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل چې د تلویزیون لوبډلې يې د دې ټورنمینټ د اتلولی جام ترلاسه کړ، خپل احساسات داسې څرګند کړل:

"هر ټیم یو ټیم نه ماتې خوړلې، خو د غرغښت تلویزیون ټیم له پیل نه تر پایه هېڅ ګول پر دوی ندی شوی، نو دا مانا لري چې په رښتیا هم دوی ښه وړتیا وښودله، خپله انرژي يې پر ځای په کار واچوله او بریا يې ترلاسه کړه. "

د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزی دا ډول ټورنمینټونه د ځوانانو د سالمي بوختیا لپاره ګټور بولي او د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ځانګړي ډول د خوست د ورزشي بهیر د ښه کولو لپاره لازمه توجه وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د کریکټ، فوټبال او والیبال لوبو ټورنمینټونه دود شوي چې له یوې او بلې سیمې زرګونه کسان نندارې ته ورځي، په یاد ولایت کې د هرې ورځې په تیریدو په ځانګړي ډول د ځوانانو، تنکېو زلیمان او ماشومانو په منځ کې د ورزش لیوالتیا ډېریږي.

نجیب الله الوخېل

​
XS
SM
MD
LG