د افغانستان تر نولس کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړي نن په نړېوال جام کې له پاکستان سره لوبه کوي.
افغانستان په "ب" ګروپ کې له پاکستان، سریلانکا او کاناډا سره یوځای شوی دی.
افغان لوبډله باید لږ تر لږه دوه ټیمونه مات کړي څو بلې مرحلې ته ووځي.
د نننۍ لوبې په اړه احمد شیبر د افغانستان د کرکټ بورډ له ویاند فرید هوتک سره مرکه کړې او لومړی یې دا پوښتنه ترې کړې ده چې افغان لوبغاړي به له پاکستاني لوبغاړو سره څرنګه لوبه وکړي؟
فرید هوتک په ځواب کې وویل: