د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

ګلوب انډ مېل: پاکستان ښځې او نجونې په زور د طالبانو منګولو ته ورستنوي


له پاکستانه ایستل شوي کډوال چې افغانستان ته روان دي.
له پاکستانه ایستل شوي کډوال چې افغانستان ته روان دي.

ګلوب انډ مېل:

د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې له پاکستانه د افغانانو پر ډله ییز اخراج لیکنه خپره کړې او سرلیک یې دی: "پاکستان ښځې او نجونې په زور د طالبانو منګولو ته ورستنوي."

د لیکنې په پیل کې راغلي چې پر پاکستانه په نړیواله سطحه وروسته له هغې انتقادونه وشول چې دغه هېواد په اکټوبر میاشت کې بې اسناده افغانانو ته د اکټوبر میاشتې تر پایه په خپله خوښه افغانستان ته د ستنېدو امر وکړ.

پاکستان وویل، که بې اسناده افغانان په خپله خوښه ستانه نه شي، د نومبر میاشتې له لومړۍ په په جبري ډول افغانستان ته وایستل شي چې هغسې وشول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د لیکنې له مخې پاکستان د افغان ښځو او نجونو په ګډون زیانګالې کورنۍ، سیاسي مخالفان او نور کسان په زوره د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته اخراج کړي دي.

ګلوب انډ مېل په عین حال کې د پاکستان هغه اعلان ته هم اشاره کړې چې له مخې یې غربي هېوادونو ته د تګ پر مهال باید افغانان د وتلو جریمه هم ورکړي چې د نفر پر سر ۸۳۰ ډالره ده او له هغو کسانو یې اخلي چې هلته یې د ویزو او نورو قانوني اسنادو وخت ختم شوی.

د لیکنې له مخې ګڼې افغانې کورنۍ چې غربي هېوادونو کې د مهاجرت کیسونه لري د دې جریمې د ورکولو وس ځکه نه لري چې دوی په پاکستان کې د کار اجازه نه لري او هلته خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

ګلوب انډ مېل ته بله مهمه ستونزه افغانستان ته د ښځو او نجونو جبري ستنول ښکاره شوي چې هلته د ورځپاڼې په باور ممکن له جنسیتي تبعیض یا جنډر اپارټایډ سره مخامخې شي.

په وروستیو کې رفیوجیز انټرنشنل بنسټ افغانستان هغه هېواد یاد کړی چې ښځې او نجونې په کې د جنسیت له مخې له مجازاتو، تبعیض، د نیول کېدو له خطر، شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري واده او په نهایت کې د مرګ له خطر سره مخامخې دي.

خو د طالبانو ویندویانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.

اینډیپینډینټ:

د بریتانیا اینډیپینډینټ ورځپاڼې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پر هغه نښه ویشتونکي لیکنه خپره کړې چې بریتانیا ته تر لېږدول کېدو وروسته، بې له دې چې هلته پناه ورکړل شي، له ۱۷ میاشتو راهیسې لا هم په یوه هوټل کې اوسي.

په مقاله کې د حبیب الله په مستعار نامه د هغه افغان پوځي یادونه شوې چې په اتلس کلنۍکې په کومانډو ځواک کې وګمارل شو چې بریتانوي ځواکونو یې تمویل کاوه او روزنه ورکوله.

د اینډیپینډینټ په لیکنه، د ځانګړي ځواک دغه پوځي له برتانوي ځواکونو سره یوځای د طالبانو په وړاندې د جګړې لپاره په مهمو ماموریتونو روانېده، تر هغو چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبانو کابل ونیوه.

دی ونه توانېد چې هغه وخت له بریتانوي ځواکونو سره د تخلیې په الوتنه کې له افغانستانه ووځي، کله چې یې درک کړل، طالبان یې ادرس لري او پیدا کولی یې شي، قاچاق وړونکو ته یې پیسې ورکړې او ځان یې په قاچاقي لارو بریتانیا ته ورساوه.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، حبیب الله چې اوس ۲۶ کلن دی، له یونیم کال راهیسې د بریتانیا په یوه هوټل کې اوسېږي او هره اوونۍ په نهو پاونډو ګوزاره کوي او دېته انتظار دی چې د بریتانیا حکومت یې په باب څه پرېکړه کوي.

د اینډیپینډینټ په لیکنه کې وړاندې راغليو اوس موږ ته معلومه شوې چې د افغانستان د کومانډو ځواکونو ځینې غړي چې په افغانستان کې پرېښوول شوي وو، مجبوره شوي په خطرناکو لارو ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

دغه برتانوۍ ورځپاڼه لیکي، دوی په لسګونو داسې قضیې مستندې کړي چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په لسګونو پخواني غړي چې هلته پاتې وو وهل شوي، شکنجه شوي او د طالبانو له خوا وژل شوي هم دي.

په لیکنه کې د هغو افغانانو یادونه شوې، چې په بریتانیا کې له یوه یا یونیم کال راهیسې یې د پناه درخواستونه ورکړي، خو لا یې هم حکومت د برخلیک په باب پرېکړه نه ده کړې.

ځینو هغو افغانانو چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو یا هم ادارو سره کار کړی، شکایت کړی چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی او لا یې هم د بریتانیا حکومت د لېږدولو اقدام نه دی کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG