د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د ایستلو دوام؛ بزنس سټندرډ: افغانستان کې یې د بحران سطحه لوړه کړې


له پاکستان څخه یو شمېر ایستل شوي افغانان
له پاکستان څخه یو شمېر ایستل شوي افغانان

بزنس سټندر:

بزنس سټندرډ ورځپاڼې چې له هنده خپرېږي پرون په ډله ییز ډول له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستانه، د افغانانو پر اخراج لیکنه خپره کړې ده چې په افغانستان کې یې د بشري بحران سطحه لوړه کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د تورخم د غرنیو سیمو په خوا کې د زرګونو کسانو لنډمهاله مېشتولو ته اشاره شوې، چې له پاکستانه تر ایستل کېدو وروسته تر خېمو لاندې په خلاصه فضا کې اوسي او بیا له هغه ځایه تر پروسس کېدو وروسته نورو سیمو ته لېږدول کېږي.

د لیکنې له مخې، د څه باندې ۴۰ کلونو جګړو، بېوزلۍ او نورو ستونزو د افغانستان ګڼ کسان کډوالۍ ته اړ ایستلي او د ورځپاڼې په لیکنه شا و خوا ۶ ملیونه افغانان دا مهال له افغانستانه بهر کډوال دي او درې نیم ملیونه نور کسان په افغانستان کې دننه له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو، چې په وروستیو اوونیو کې له ګاونډیو هېوادونو تر ډېره پاکستانه افغانستان ته د ستنو کړل شویو افغانانو شمېر اته سوه زرو ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي ګڼ اخراج کړای شوي کسان نه پوهېږي چېرې لاړ شي، ځکه ځینې یې د لومړي وار لپاره افغانستان ته ځي او دوی نه سرپناه لري، نه هم د کار زمینه ورته برابره ده.

بزنس سټندرډ ورځپاڼه زیاتوي، افغانستان له وړاندې هم یو بېوزلی هېواد و او د اقتصادي رکود اندازه یې وروسته له هغې لا زیاته شوه، چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.

د مقالې په دوام راغلي، چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ ملیونه وګړي د خپلې بقا لپاره پر نړیوالو مرستو متکي دي.

د ورځپاڼې په باور له خپلو مېنو بېځایه شوي کسان تر ټولو بېوزلي خلک دي، چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې یې په کمپونو کې اړولي دي، دوی نه کافي خواړه لري او نه په ژمي کې د ځانونو تودولو لپاره سون توکي.

مېل انلاین:

د بریتانیا مېل انلاین انټرنټي خپرونې پرون د یوه هالنډي عکاس فرانک وان دین بیرخه (Frank van den Berge) هغه عکسونه او په باب یې تفصیلات خپاره کړي چې په اویایمه لسیزه کې یې افغانستان ته د سفر پر مهال اخیستي وو.

د لیکنې په پیل کې راغلي، چې افغانستان، سوریه او ایران چې نن سبا لوېدیځوالو ته د سفر کولو لپاره خطرناک ځایونه ګڼل کېږي، په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې اروپايانو ته غوره ځایونه وو، چې دوی دغو هېوادونو ته سفرونه کول او تقریباً دغه هرځای ورته جنت معلومېده.

فرانک چې اوس ۷۳ کلن دی، هغه مهال د خپل وخت غوره عکاس و، چې عکسونه یې تر طالبانو مخکې افغانستان یو روڼ تصویر خلکو ته وړاندې کوي.

هغه وخت خلکو د افغانستان په ښاري سیمو کې په غربي سټایل کالي اغوستل او ځینې تاریخي ځایونه په کې د پام وړ وو، لکه د بودا تاریخي مجسمې چې طالبانو په ۲۰۰۱م کال کې د خپل نظام تر سقوط مخکې ونړولې.

د مېل انلاین په لیکنه، دغه هالنډي عکاس د ۱۹۷۶م کال د مارچ پر ۲۲مه، له امسټردام په خپل موټر کې خپل سفر پیل کړ، تر هند او نیپال ته هم لاړ او بیا د ۱۹۷۷م کال د مارچ پر ۲۲مه، بېرته خپل هېواد راستون شو، چې ۵۵زره کیلومتره لار یې ټیک په یوه کال کې ووهله. هغه په افغانستان کې یوه میاشت تېره کړې وه.

د دغه عکاس په یوه عکس کې د هغه وخت کابل ښکاري، چې څو هټیوالو پر خرو ترکاري رابار کړې او په یوه محلي بازار کې یې پلوري. په څو نورو عکسونو کې د بامیان ښکلې ساحې ښکاري او بامیان تاریخي مجسمې هم تر سترګو کېږي.

دغه عکاس چې څه باندې سلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي، په وروستیو کې خپل د هغه وخت اخیستل شوي عکسونه خپاره کړي، چې د افغانستان د هغه مهال عکسونو یې د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی دی.

د طالبانو حکومت تېره میلادي میاشت ویلي، لا هم افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو تګ روان دی او ۶۰۰ بهرنیو سیلانیانو یوازې په یوه کال کې هرات ولایت ته سفر کړی دی.

XS
SM
MD
LG