د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

" نړیواله پاملرنه پر نورو ځایونو ورټوله ده،افغانستان کې بشري ناورین پراخیږي"


زلزله ځپلی هرات
زلزله ځپلی هرات

له متحدو ایالتونو څخه خپریدونکې امریکن مجلې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی" داسې مهال چې نړیواله پاملرنه پر نورو ځایونو ورټوله ده، افغانستان کې بشري ناورین پراخیږي"

د لیکنې لیکوال وايي، په اوکراین کې جګړه او نړۍ کې نور کړکیچونه او ناورینونه ددې سبب شوي دي چې په افغانستان کې د ورځني ژوند لپاره له روانې مجادلې نړیواله پاملرنه واوړي.

وړاندې، افغانستان کې وروستۍ زلزلې ته اشاره شوې او ویل شوي چې دې زلزلې د افغانانو پر ستونزو نورې هم ورزیاتې کړې.

خو لېکوال وايي ورسره همهاله د اسرایل په جنوب کې د اسرایلو او حماس وسلوالو ترمنځ ناڅاپي تاوتریخوالي له افغانانو څخه بشر دوستانه او رسنیزه پاملرنه واړوله.

په هرات کې د تیرې اونۍ زلزلو دغلته زرګونه کورنۍ بې کوره کړي چې دا مهال خوړو، اوبو او سرپناه ته سخته اړتیا لري.

سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې خلک شپې تر شنه اسمان لاندې په پرانیستې هوا کې تیروي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي ددې خلکو سره د مرستې لپاره یې د نژدې څوارلس نیم میلونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د اینډیيپینډینټ ورځپاڼې بیا د 2023 م کال کې د کرکټ په نړیوال جام لیکنه خپره کړې چې د افغانستان په شمول په کې د نړۍ لس مخکښ ټیمونه لوبیږي.

ورځپاڼې ددې لوبو په لړ کې د یکشنبې په ورځ د افغانستان او انګلستان ترمنځ راتلونکې لوبې ته اشاره کړې.

ورځپاڼې په 2019 م کال کې د انګلستان له خوا د نړیوال جام ګټلو یادونه شوې چې نیوزیلاند ته یې له ماتې ورکولو وروسته خپل کړ.

د افغانستان لوبډله به د خپل پیاوړي سیال په وړاندې د کابل په وخت له غرمې وروسته د نوي ډیلي د کرکټ په لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

انګلستان تر اوسه په روانو سیالیو کې د نیوزیلاند په وړاندې ماتې خوړلې او له بنګله دیش یې لوبه ګټلې ده.

افغانستان بیا تر اوسه په دې جام کې له هند او بنګله دیش سره لوبې کړي چې دواړه یې بایللي دي.

د کرکټ د یو شمېر مبصرینو په وینا په هند کې د کړکټ د نړیوالې اتلولۍ د لوبو ډګرونه د کرکټ د افغان ستوري راشد خان په څېر د ورو توپ اچوونکو لپاره مساعد دي.

خو د انګلستان لوبډله بیا ډیره تجربه لرونکې لوبډله ده.

اینډیپینډینټ د 1975 م کال راهېسې د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د استرالیا د پام وړ بریاوو ته هم اشاره کړې ده. استرالیا په 1987، 1999، 2003، 2007 او 2015 م کلونو کې د کرکټ د نړیوالو جامونو اتلولۍ خپلې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG