د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

مېل انلاین: پخواني افغان ځواکونه له پاکستانه افغانستان ته د استول کېدو خطر سره مخ دي


ارشیف: په کابل کې د تېر نظام ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف: په کابل کې د تېر نظام ځواکونه د عملیاتو پر مهال

مېل انلاین:

مېل انلاین د هغو پخوانیو افغان ځانګړو ځواکونو په برخلیک باندې یوه مقاله خپره کړې چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته د استول کېدو له خطر سره مخ دي.

د مقالې له مخې شاوخوا دوه سوه افغان ځانګړي ځواکونه چې د برتانوي ځواکونو سره یوځای جنګېدلي وو او د جمهوریت په سقوط سره پاکستان ته تښتېدلي اوس بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته لېږل کېږي.

د مقالې لیکوال زیاتوي دا چې اوس پاکستان افغان کډوال له خپلې خاورې باسي دا اندېښنې هم ورسره زیاتې شوي چې پخواني ځانګړي ځواکونه ممکن د طالبانو له خوا 'شکنجه یا ووژل شي.'

یو شمېر افغان پخوانیو ځانګړو ځواکونو په بریتانیا په دې وروستیو کې نیوکې زیاتې کړي چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او دوی یې بریتانیا ته نه دي وړي.

برتانوي پوځي مشران هم دې ټکي متوجه دي او د دغو افغان ځانګړو ځواکونو د انتقال په برخه کې یې د حکومتي چارواکو بې غوري د نه منلو وړ بللې.

له دې ډلې مېل انلاین له بي بي سي سره د جنرال ریچارډ براون خبرې راخیستي چې یو وخت په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو قومندان و.

هغه د افغان ځانګړو ځواکونو د انتقال په برخه کې ځنډ او نه پاملرنه یو خیانت بللی او ویلي یې دي دا کار به د هغو خلکو د ځان په قیمت تمام شي چې له بریتانیا سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

این پي آر:

د امریکا ملي عمومي راډیو 'این پي آر' سره تړلې ډبلیو بېز شیکاګو خپرندویې د یوې داسې وړې افغان ماشومې په اړه مقاله خپره کړې چې ژبه او غوږونه یې کار نه کوي.

دا شپږ کلنه نجلۍ چې محبوبه نومېږي په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته په رسېدو د مقالې له مخې له ګڼو ستونزو سره مخ وه. لومړۍ دا چې په دې واړه عمر له خپل اصلي وطنه کډواله شوه او بیا په یوه نوي محیط کې هر څه ورته پردي ښکارېدل.

د محبوبې پلار وايي چې په ډېرې سختۍ به یې په خبرو سر خلاصېده او کله کله به چي دوی د محبوبې په خبرو نه پوهېدل نو هغې به ژړل یا به یې چغې وهلې.

د محبوبې پلار په خپلو شته امکاناتو ځینې عکسونه کاږلي وو چې د لوږې، تندې یا نورو اړینو مسایلو څرګندونه به یې کوله او محبوبې به هماغه کارول.

وروسته چې محبوبه د اشارې ژبې ځانګړي ښوونځي ته داخله شوه هلته هم په ډېرې سختې مخته تلله. د محبوبې استادانو ویلي چې دې وړې نجلۍ د اشارې ژبه نه وه زده. د محبوبې استادانو کرار کرار ځینې شمېرې او عکسونه هغې ته وښودل او بیا یې هڅه وکړه چې د اشارې په ژبه یې پوهه کړي.

اوس د محبوبې استادان خوشاله دي چې هغه د اشارې ژبې په اساساتو پوه شوې او خپلې اړتیاوې او خبرې د لاسونو او مخ په حرکاتو باندې کوي.

د محبوبې پلار وايي د خپلې لور د پرمختګ لپاره ډېر خوشاله دی او هیله‌من دی چې لور یې ډېر پرمختګ وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG