د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

مېل ورځپاڼه: طالبانو له خصوصي سکتور څخه د اېستل شویو افغان کډوالو لپاره مرسته غوښتې


له پاکستانه شړل شوي یو شمېر افغان کډوال
له پاکستانه شړل شوي یو شمېر افغان کډوال

د برېتانیا مېل ورځپاڼې له خصوصي سکتور څخه د طالبانو د غوښتنې په اړه د اسوشیتید پریس راپور خپور کړی.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت له خصوصي سکتوره غوښتي چې له هغو لسګونو زرو افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې پاکستان په یو وار له خپلې خاورې ایستلي دي.

په دې راپور کې د پاکستان له لوري د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او په زوره افغانستان ته د هغو د لېږلو د یادونې په ترڅ کې ویل شوي، سره له دې چې پاکستان وايي یوازې افغانان نه په نخښه کوي؛ بلکې ټول غیرقانوني کډوال که هغه د هر هېواد وي، دوی له خپلې خاورې باسي خو عملاً د پاکستان دا پرېکړه افغان کډوال اغېزمنوي.

د اسوشیتیدپریس په دې راپور کې چې مېل ورځپاڼې خپور کړی، ویل شوي د اکتوبر تر یودېرشمې پورې له پاکستان څخه په یوه میاشت کې خپل هېواد ته شاوخوا دوه نیم لکه افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي او لسګونه زره نور په لاره دي.

په راپور کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو لپاره د کور په کور تلاشیو یادونه شوې او د مرستندویو موسسو پر اساس ویل شوي چې افغان کډوال په خورا بدو شرایطو کې دي.

طالبانو ویلي چې په سرحدي سیمو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره موقتي کمپونه جوړوي.

په همدې حال کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سوداګرو غوښتي چې له راستنو شویو کډوالو سره تر خپله وسه مرسته وکړي، ځکه چې له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال په خپل ژوند کې تر ټولو له بد حالت سره مخامخ دي.

د برېتانیا یوې بلې ورځپاڼې، انډیپیندنټ بیا د یوه افغان کومانډو په اړه لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې له برېتانیايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او طالبانو شکنجه کړی دی.

د دغه کومانډو مستعار نوم رحمت الله ښودل شوی او ویل شوي چې نوموړی د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته کور ته ستون شوی و. څو میاشتې په کور کې پټ و خو یوه ورځ چې له کوره ووت، طالبانو ونیوه. سترګې یې وروتړلې او یوې غرنۍ سیمې ته یې بیوه، هلته ۱۳ ورځې پر له پسې شکنجه شو.

دی وايي، بیخي یې باور راغلی و چې په وهلو یې وژني خو یوې ډلې یې ورته وویل چې یو لیک ولولم، په دې وخت کې یوه تن توپک راته نیولی و چې ډز راباندې وکړي خو په دې منځ کې څو نورو د ده له وژلو سره مخالفت وکړ.

ورځپاڼې د رحمت الله له قوله کښلي چې ده غوره ګڼله چې وژل شوی وای نه دا چې بیا بیا شکنجه کېده.

نوموړی د ۲۰۲۲ په وروستیو کې خوشې شو او له یو کال راهیسي پټ دی.

XS
SM
MD
LG