د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د بریتانیا حکومت د افغان کډوالو پروسه کې په تېروتنه او ګډوډۍ تورن شوی


د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

یو شمېر نړیوالو او سیمه‌ییزو ورځپاڼو له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو، د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان ته د افغانستان له خوا په ورکړې ماتې او د افغانستان سره په تړلو ځینو نورو مسئلو لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي.

اینډپینډینټ:

د اینډپینډینټ ورځپاڼې په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه چې بریتانیا ته د تلو په تمه دي او اوس بېرته له پاکستان څخه افغانستان ته جبري استول کېدو له ګواښ سره مخ دي لیکنه کړې او د بریتانیا حکومت یې د دې افغانانو د کډوالۍ په پروسه کې په تېروتنو او ګډوډۍ تورن کړی دی.

ورځپاڼه د محمد ذاکر ناصري په نوم د یو افغان کیسه کوي چې وايي، تر یو کال زیاته موده یې په پاکستان کې د بریتانیا له‌خوا په یو تمویلېدونکي هوټل کې له دې ژمنې سره تېره کړې وه چې بریتانیا کې به پناه ورکول کېږي.

لیکوال وايي، وروسته له هغې چې د بریتانیا حکومت ومنله چې دې افغان ته یې په تېروتنه په تېرو ۱۹ میاشتو کې په دې هوټل کې ځای ورکړی و اوس نوموړی افغانستان ته د بېرته استولو له ګواښ سره مخ دی.

د اینډپینډینټ په وینا، د ذاکر ناصري لپاره ان د بریتانیا ویزه هم تایید شوې، خو اوس نوموړي ته ۱۴ ورځې وخت ورکړل شوی چې دا هوټل پرېږدي ځکه نوموړی د بریتانیا د دفاع وزارت په هغو شرایطو برابر نه دی چې بریتانیا ته یې د خپلو افغان همکارانو د لېږد لپاره لري.

نیشن:

پاکستانۍ د نیشن ورځپاڼې بیا د دې هېواد د اطلاعاتو له وزیر مرتضی سولونګي سره د افغان ژورنالیستانو د یوې ډلې د لیدنې خبر ورکړی په کومه لیدنه کې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ژمنه کړې چې افغان ژورنالیستانو ته د ویزو ورکولو په برخه کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره اړیکې ونیسي.

دا مهال ګڼ هغه افغان ژورنالیستان هم د پاکستان څخه د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي چې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د کاري شرایطو د سختېدو د طالبانو د نورو محدودیتونو له کبله پاکستان ته کډه شوي او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته د تلو په تمه دي.

ټربیون:

بلې پاکستان ورځپاڼې ټربیون خپله سرلیکنه د افغانستان او پاکستان د کرکټ تېرې هغې لوبې ته ځانګړې کړې چې په کې د پاکستان ماتې په پاکستان او افغانستان کې پراخ عکس العملونه راوپارول.

ورځپاڼې د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان له‌خوا د پاکستان ماتول د دې هېواد لپاره چې لا دمخه یې په دې لوبو کې هند او اسټرالیا ته لوبې بایللي دریېمه پرله‌پسې ماتې بللې ده.

د لیکوال په باور درې واړو لوبو کې مخالفو لوبډلو نه یوازې پاکستان کم راوست بلکې د دې احتمال هم شته چې د کرکټ د نړیوال جام څخه وایستل شي او نیمه پایلوبې ته لاره ونه مومي.

ورځپاڼه زیاتوي، نیمه پایلوبې ته د پاکستان د وتلو چانس د افغانستان له‌خوا له وروستۍ ماتې سره زیات راکم شوی ځکه چې د پاکستان راتلونکې لوبې د جنوبي افریقا، نیوزیلنډ او انګلنډ په څېر د نړۍ د کرکټ له پیاوړو لوبډلو سره دي.

د نیوز:

بلې پاکستان ورځپاڼې د نیوز بیا د پاکستان په وړاندې په کرکټ کې د افغانستان له بریا وروسته په افغانستان په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل د افغانانو د خوښیو جشنونه یاد کړي دي.

ورځپاڼې په همدې لیکنه کې د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې ته هم اشاره کړي چې وايي، څه باندې یونیم میلیون هغه افغان کډوال له خپل هېواد وباسي چې د پاکستاني چارواکو په وینا دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG