د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ميډل ايسټ مانيټور: د امريکا له لوري روزل شوي افغان کومانډو د پوتين لپاره جنګېږي


د تېر نظام افغان کومانډويي ځواکونه، ارشيف
د تېر نظام افغان کومانډويي ځواکونه، ارشيف

ميډل ايسټ مانيټور:

ميډل ايسټ مانيټور خپرونې تر دې سرلیک لاندې چې د امریکا له لوري روزل شوي افغان کومانډو د پوتین لپاره جنګېږي، لیکنه خپره کړې ده.

پر اوکراین د روسیې له یرغله لږ وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې هغه ځانګړي افغان ځواکونه، چې د طالبانو پر ضد جنګېدل، د اوکراین په ګټه د ماریوپول ښار په جګړه کې جنګېږي.

خو اوس داسې راپورونه ترلاسه شوي چې هماغه ځانګړي یا کومانډو ځواکونه د روسیې په ګټه په جګړه کې ښکېل دي.

خپرونه وايي، سره له دې چې امریکا پر افغان کومانډو ځواکونو سلګونه میلیارد ډالره لګولي، دا ځواکونه اوس د اوکراین په جګړه کې د هغو روسي ملېشو ترڅنګ جنګېږي چې په واګنر ډلې مشهوره دي.

د افغانستان د شل کلنې جګړې په ترڅ کې امریکايي او بریتانیايي پوځیانو د افغان کومانډو او نورو ځواکونو پر روزلو، تجهیزولو او تمویلولو ډېر لګښت وکړ څو له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو په وړاندې د افغانستان حکومت وساتي.

ميډل ايسټ مانيټور خپرونه وايي چې، افغان کومانډو تر نورو افغان ځواکونو ښه روزل شوي دي خو، په عین حال کې د سي آی اې له لوري ځینې روزل شوې افغان قطعې د غیرقانوني وژنو او قانون ته د نه اطاعت په خاطر بدنام وو.

خپرونه لیکي، کله چې په ۲۰۲۱ کې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، د ۲۰ زره او ۳۰ زره ترمنځ کومانډو ځواکونه پاتې شول چې د طالبانو له لوري تعقیبېدل.

د ګڼو راپورونو له‌مخې، دا افغان کومانډو ځواکونه ایران ته وتښتېدل او هلته د واګنر په نوم د روسیې د ملېشه ډلې له لوري د ښه معاش او روسیې ته د هغو د کورنۍ د غړیو د لېږدولو په وعدو جلب و جذب شول.

خپرونه زیاتوي، د اوکراین د جګړې په لومړیو کې په واګنر ډلې پورې اړوندو ټلېګرام چاینلونو د امریکا له لوري د افغان اردو لپاره د رانیولو هیلي کوپترونو ویډیوګانې خپرې کړې چې د اوکراین پوځ ورڅخه کار اخلي.

خو اوس چې بخموت سیمه د روسي ځواکونو لپاره د جبهې لومړۍ کرښه ده، واګنر ډله په ټلېګرام چاینل کې د افغان کومانډو ځواکونو د استخدامولو اعلانونه کوي.

ایسټرن آی خپرونه:

د بریتانیا د ایسټرن آی خپرونې د لیکنې موضوع هم له افغانانو او اوکراینیانو سره تړاو لري.

دې خپرونې لیکلي چې د لندن ښاروال صادق خان پر اوکراین د روسیې د یرغل له کالیزې سره هممهاله د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو لپاره د ۶۰۰ کورونو د جوړولو اعلان وکړ.

د خپرونې پر د مالوماتو اساس، د لندن ښاروال د دې هدف لپاره ۱۲۶ میلیون پونډه ځانګړي کړي دي.

په دې پیسو به نسبتاً ارزانه کورونه په بریتانیا کې افغان او اوکرایني کډوالو ته جوړ شي.

په بریتانیا کې د کورونو د کموالي له کبله یو شمېر افغان کډوال له څه باندې یو کال راهیسې په هوټلونو کې اوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG