د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

نيويارک ټايمز: د امريکا کانګرس دې د افغان متحدانو په اړه ځانګړې لايحه تصويب کړي


د کانګرس ودانۍ مخته د امريکا بيرغ
د کانګرس ودانۍ مخته د امريکا بيرغ

نیویارک ټایمز ورځپاڼه:

  • نیویارک ټایمز ورځپاڼې په امریکا کې د لسګونه زره افغان کډوالو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې هلته یې د دایمي اوسېدو برخلیک لا نه دی معلوم.

د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پایه د امریکا په مشرۍ له افغانستانه د خلکو د ایستلو په خاص او بېړني پروګرام کې څه باندې ۱۲۴ زره کسان وایستل شول.

دا افغانان لومړی په قطر، دوبۍ او ځینو نورو درېیمو هېوادونو کې څو میاشتې په موقتو کمپونو کې اوسېدل.

که څه هم تر دې دمه له دې ډلې افغانانو یوه لویه برخه امریکا ته رسېدلي خو هلته لا هم په دې نه دي توانېدلي چې دایمي هستوګنه او د کار اجازه ترلاسه کړي.

د نیویارک ټایمز له خوا په دې خپره شوې مقاله کې د امریکا له کانګرس غوښتل شوي چې د افغان متحدینو په اړه ځانګړې قانوني لایحه تصویب کړي ځکه له دې لایحې پرته به د هغو اویا زرو افغان کډوالو برخلیک همداسې نامعلوم وي چې له افغانستانه را ایستل شوي.

دوی چې اکثرو یې د امریکا له عسکرو سره په افغانستان کې کار کړی د کډوالۍ د خاصو ویزو یا اس آی وي او نورو ویزو په مټ امریکا ته انتقال شوي.

مقالې د امریکا د اداري چارو د پڅتیا او د افغانانو په اړه د مقاماتو په بې غورۍ نیوکه کړې او ویل شوي چې د اوکراین جګړې د امریکا پام له دې کډوالو اړولی دی.

تر ټولو جدي اندېښنه دا ده چې د اکثرو دغو افغان کډوالو قانوني هستوګنه تر ۲۰۲۳ کال وروسته ختمیږي او حکومت ډېر وخت نه لري چې د دایمي هستوګنې او کار چارې یې بشپړې کړي.

ګڼو افغان کډوالو او فعالانو په دې اړه اعتراضي ناستې او غونډې هم کړي.

نیویارک ټایمز بیا د دې قانوني لایحې د نه تصویبېدو یو علت د امریکا په کانګرس کې د وکیلانو دوه لوریتوب یادوي.

د لیکوال په خبره د امریکا د کانګرس ځینې کسان که څه هم د افغان کډوالو د لایحې ملاتړي دي خو په وړاندې یې مخالفتونه هم شته.

د دې لایحې د تصویب مخالفان دا دلیل راوړي چې ښايي نوي رسېدلي افغان کډوال د امریکا امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

فییر ابزرور خپرونه:

  • فییر ابزرور څېړندويې خپرونې په نړیواله کچه د طالبانو د انزوا په تړاو یوه مقاله خپره کړې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان واک ترلاسه کړ.

د مقالې لیکوال ویلي که څه هم په دې موده کې د طالبانو رژیم ورځ تر بلې خپله واکمني لا پسې کلکه کړې خو په کور دننه او نړیوال سټيج د مشروعیت له پلوه کړېږي او له ډپلوماټیکې انزوا سره مخ دي.

لیکوال زیاتوي طالب چارواکي د خپل اعتبار د حل لپاره لاس په کار شوي خو په دې یې وس نه رسیږي چې د خلکو ستونزې ور هوارې کړي.

په مقاله کې د افغانانو زیاتېدونکې لوږې، بې‌وزلي او مذهبي او قومي لږکیو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو او ترهګریزو بریدونو یادونه شوې ده.

فییر ابزرور خپرونې زیاته کړې چې طالب چارواکي وخت په وخت په افغانستان او ځینو هېوادونو کې له ډپلوماټانو او بهرنیو چارواکو سره ګوري او د رسمیت پېژندنې او کلکو اړیکو د جوړولو په هڅه کې دي.

د فییر ابزرور په دې مقاله کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترهګریزو مراکزو د خطر د زیاتېدو، مذهبي او قومي لږکیو ته پېښ ځاني ګواښ، د نړیوال امنیت تهدید او د بشري حقونو نقض هغه څه یاد کړي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ واټن یې لا پسې زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG