د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

رسنۍ: پاکستاني پولیسو په ښارونو کې د افغانانو د موندلو لپاره هلې ځلې تېزې کړي


په کراچۍ کې پولیسو افغان کډال نیولي او هغه مرکز ته یې لېږدوي چې د دوی د اخراج لپاره جوړ کړی دی.
په کراچۍ کې پولیسو افغان کډال نیولي او هغه مرکز ته یې لېږدوي چې د دوی د اخراج لپاره جوړ کړی دی.

مارنېنګ سټار:

د بریتانیا مارنېنګ سټار ورځپاڼې په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د ځورونو او نیونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې مهمو او لویو نړیواله مرستندویو موسسو پرون خبرداری ورکړ، په پاکستان کې چې امنیتي ځواکونه د دوی په ادعا بې اسناده او ناثبت شوي بهرني اتباع نیسي او له خپل هېواده باسي، د افغان کډوالو په منځ کې د مایوسۍ او تشویش احساس خورا زیات شوی دی.

په پاکستان کې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ایستلو کمپاین افغانان اغېزمنوي ځکه چې دوی په پاکستان کې د مېشتو بهرنیو اتباعو اکثریت جوړوي که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې هر بهرنی چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، نیسي او له خپلې خاورې باسي.

د مارنېنګ سټار ورځپاڼې پر اساس، درېیو سترو مرستندویو موسسو، د ناروې د کډوالو شورا، د ډنمارک د کډوالو شورا او د ژغورنې نړیوالې کمېټې وویل، ګڼ شمېر کسان چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د نیول کېدو له ډاره افغانستان ته رسېدلي، په بد حالت کې دي.

درې واړو نړیوالو موسسو په یوه ګډ بیان کې ویلي: "دوی (افغان کډوال) افغانستان ته په خورا ناوړه شرایطو کې رسېدلي دي. اکثرو یې په لاره څو ورځې له سختیو ډک سفر کړی، له خطرونو او ستونزو سره مخامخ شوي او اکثره مجبوره شوي چې د لارې د کرایې لپاره د خپل ژوند وسایل ورکړي."

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ټاکل شوي مهلت له پای ته رسېدو راوروسته د ورځې له ۹ زره تر ۱۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته راګرځي.

تر دې پخوا د ورځې شاوخوا ۳ زره افغانان خپل هېواد ته ستنېدل.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې رييسه سلما بن عیسي وايي، خپل هېواد ته بېرته تللي کډوال له تیاره راتلونکې سره مخامخ دي، په تېره بیا هغوی چې څو لسیزې یې په پاکستان کې تېرې کړي او په افغانستان کې هم کوم ځای نه لري چې هلته واوسي.

طالب چارواکو په سرحدي سیمو کې د هغوی لپاره موقتي کمپونه جوړ کړي دي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې هم په پاکستان کې د افغانانو د نیونو په اړه لیکنه خپره کړې.

د دې ورځپاڼې پر اساس، وروسته له دې چې د نومبر په لومړۍ له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره مهلت پای ته ورسېد، پاکستاني پولیسو په ښارونو کې د افغان کډوالو د موندلو لپاره هلې ځلې لار تېزې کړې.

که څه هم پاکستاني پولیسو تر ټاکلي مهلت مخکې هم بې اسناده افغان کډوال نیول او حتی داسې راپورونه هم شته چې هغوی اسناد لرونکي کډوال نیولي او په زوره یې له خپلې خاورې ایستلي دي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د پاکستان له لوري د کډوالو د نیولو په تړاو دا هم کښلي چې د پاکستان دې اقدام اندېښنه پیدا کړې چې هغه افغانان به هم افغانستان ته واستول شي چې منتظر دي چې امریکا ته به ولېږدول شي.

جرمني هم له پاکستان څخه د لکونو افغان کډوالو پر ایستل کېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی تېره اوونۍ وویل، دا هیواد د هغو افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې ټاکل شوې ده جرمني ته ولېږدول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG