د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

ملګري ملتونه: پاکستان دې د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي


له پاکستان څخه یو شمېر تازه ویستل شوي افغان کډوال
له پاکستان څخه یو شمېر تازه ویستل شوي افغان کډوال

ډان:

سبا سې شنبې د اکټوبر ۳۱ مه د پاکستان د حکومت هغه مهلت پوره کېږي چې په دې هېواد کې یې مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته ورکړی څو له دې هېواد څخه ووځي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له اسلام آباده غوښتي، مخکې له دې چې یو بشري بحران رامنځته شي، د افغان کډوالو د ایستلو پلان دې وځنډوي.

ورځپاڼې په جینوا کې د دې کمېشنرۍ د ویاندې راوینا شمداساني له خولې لیکلي چې په وروستۍ اعلامیه کې یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې له اړو کسانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دا مسئله دې یقیني کړي چې په راتلونکې کې د دوی هر ډول ستنېدل مصون، باعزته، په خپله خوښه او له نړیوال قانون سره سم ترسره شي.

هغې ویلي چې د پاکستان دغه اعلان چې په پام کې لري د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته له دې هېواده بې اسناده بهرني اتباع وباسي، ډېر د اندېښنې وړ ځکه دی چې هغه به په دې هېواد کې له مخکې په یو اعشاریه څلور میلیونه بې اسناده افغانانو په غیرمتناسب ډول اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اعلامیه وایي چې له دوو میلیونو زیات افغان کډوال له اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي چې له دې ډلې شپږ لکه یې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

مېرمن شمداساني ویلي هغه کسان چې د اخراج له خطرسره مخامخ دي، افغانستان ته په ستنېدو سره به د بشري حقونو په برخه کې د توقیف، شکنجې او غیرقانوني نیونې په ګډون د نورو غیرانساني چلندونو له جدي سرغړونوسره مخامخ شي.

سن ډییګو یونیون ټربیون:

سن ډییګو یونیون ټربیون ورځپاڼې د افغانستان او سرېلانکا د کرکټ ټیمونو ترمنځ د دوشنبې د ورځې پرلوبې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، افغانستان د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې چې هند یې کوربه دی، انګلستان او پاکستان ته په ماتې ورکولو سره خپل لوړځای تثبیت کړی او زیاتوي، افغان لوبډله چې نیت لري د کرکټ د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي، تراوسه ښه مخ ته تللې او د تیرکال اتل انګلستان او د ۱۹۹۲ کال ګټونکي پاکستان ته په ماتې ورکولو سره یې هغوی له دې جام څخه حذف کیدو ته نژدې کړي دي.

سن ډییګو یونیون ټربیون ورځپاڼه لیکي، افغانستان له انګلستان څخه د ۶۹ منډو په توپیرلوبه وګټله او وروسته یې پاکستان ته د اتو ویکټو په توپیر تاریخي ماتې ورکړه.

افغانستان په دغه جام کې د توپ اچونې په برخه کې د ښو سپینرانو په لرلو سره ښایي په راتلونکو دوو لوبو کې چې له سریلانکا او هالنډ سره یې لري، په دې برخه کې خپل چانس وآزمایي او بیا په وروستیو دوو لوبو کې له پیاوړي د جنوبي افریقا له لوبډلې او له بلې نوي پیاوړي شوي د استرالیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پرون یکشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ورستیو بریاوو د افغان کرکټرانو مورال لوړ کړی چې د سرېلانکا پر وړاندې سیالۍ کې به ورسره ډېره مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا چې افغانستان به وکولای شي نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره خپل هدف ترلاسه کړي یا نه معلومه نه ده ،خو یقیناً دوی د انګلستان او پاکستان په وړاندې په خپلو دوو په زړه پورو بریاوو سره خپل دریځ ثابت کړی دی.

د افغانستان او سریلانکا د ټیمونو ترمنځ لوبه نن دوشنبې د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه پیلېږي.

XS
SM
MD
LG