د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

رسنۍ: د کډوالو بېرته راستنېدنه ننګونکې پروسه ده او تل بریالۍ نه وي


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

د نړیوال بانک خپرونه:

د نړیوال بانک یوې اړوندې خپرونې له پاکستانه د افغان کډوالو په راستنېدو او اړوندو اقتصادي ځوړتیاوو او احتمالي زېږېدنه ناخوالو یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې د نړۍ په کچه شاوخوا دېرش میلیونه کډوال خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شوي چې افغانان یې یوه لویه برخه جوړوي.

لومړی وار په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي پوځیانو تر ماتې او بیا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې له پرځېدو وروسته.

اوس څه باندې ۲۲ کاله وروسته یو وار بیا لکونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه کړای شوي.

د نړیوال بانک اړوند دې مقاله کې راغلي چې د کډوالو بېرته راستنېدنه یوه ننګونکې پروسه ده او تل بریالۍ نه وي.

ډېری راستنېدونکي بې وزله پاتې کېږي یا د خپل اصلي هېواد په هغو برخو کې هستوګن کېږي چې ورسره بلد نه وي.

لیکوال زیاتوي راستنېدنه تل بریالۍ نه وي او د کډوالو د لویو څپو په راتګ سره اکثر په هېوادونو باندې فشار زیاتېږي او ګډوډي رامنځته کېږي.

اکثر راستانه شوي افغان کډوال په افغانستان کې له سختو اقتصادي شرایطو او د کار له نشتوالي سر ټکوي.

نیو عرب:

نیو عرب خپرونې هم له پاکستانه د لکونه افغانانو په جبري ستنولو په تېره بیا اصلي هېواد ته د افغان کډوالو ماشومانو په ستړي مزل یوه مقاله لیکلې ده.

نیو عرب په کراچۍ کې د افغان ماشومانو او ښځو نه یوې ډکې لارۍ ته اشاره کړې چې ماښام مهال بار او افغانستان ته روانه شوه.

خپرونې په لارۍ کې د سپرو افغان کډوالو ماشومانو یو عکس هم خپور کړی چې یو یې ژاړي بل یې حیرانه پاتې دی.

نیو عرب دا هم لیکلي چې د پاکستان حکومت د ماشومانو او ښځو په شمول افغان کډوال نیسي او په زور یې موقتي کمپونو ته بیايي څو له یو لړ مراحلو وروسته خپل اصلي هېواد ته ستانه شي.

خپرونې دا هم لیکلي پاکستان هغه افغان کډوال هم باسي چې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ځان د خوندیتوب په پار له خپل هېواده ووتل.

پاکستان د سږ کال د نومبر له لومړۍ هلته د مېشتو یو میلیون او اوه لکه افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه پیل کړې ده.

پاکستاني چارواکي وایي، دا افغانان هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او دوی یې باسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG