د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ ایا دا اقدام پاکستان کې امنیت راولي؟


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال چې اوس په تورخم کې یوه کمپ کې ژوند کوي.
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال چې اوس په تورخم کې یوه کمپ کې ژوند کوي.

سټریټس ټایمز:

سټریټس ټایمز ورځپاڼې د هغو افغان کډوالو په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په پاکستان کې له کلونو ژوند وروسته اوس د پاکستان د حکومت له هغې پرېکړې چې بې اسنادو بهرنیان له دې هېواد وباسي تښتېدلي او ځانونه یې پټ کړي دي.

په لیکنه کې د یوې ۲۳کلنې افغانې ښځې له قوله چې له یو پټنځای یې انلاین ورسره خبرې کړي ویل شوي چې دروازه له بهره قلف ده، دوی په کور کې پټ دي او بهر نه شي وتلی.

د دې ښځې چې نوم یې نه دی یاد شوی له خولې وړاندې ویلي شوي، د شپې د کور څراغونه نه شي روښانولی او ان په لوړ غږ خبرې هم نه شي کولی.

د ورځپاڼې په وینا، دا ښځه چې د کابل اوسېدونکې ده وايي، وېره لري چې که بېرته افغانستان ته واستول شي هلته به له ځورونې سره مخ شي.

ورځپاڼه د نورو افغان کډوالو له قوله وايي چې د کډوالو پلوي ځايي خلکو د دې پټنځای ور تړلی دی څو پولیس فکر وکړي چې څوک په کې نه شته.

د لیکوال په وینا، په دې پټنځای کې لسګونه کسان نور هم مخکې له دې چې بل ځای ولېږدول شي استوګن دي.

په پاکستان کې د کډوالو د حقونو یوې فعالې مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته ویلي چې د دې هېواد په ځینو ښارونو لکه کراچۍ کې د ښځو او ماشومانو په شمول د افغان کډوالو نیول او ځورول له تیرو دوو کلونو راهېسې روان دي، خو په وروستیو کې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او له پاکستان څخه تر شړل کېدو مخکې موقتي توقیف کې ساتلو زور اخیستی.

د پاکستان حکومت د اکټوبر د میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې د نومبر د میاشتې له پیل راهېسې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستان وباسي چې د دوی په وینا پاکستان کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.

د رسمې شمېرو له مخې تر اوسه پورې زرګونه افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې چې هلته هم د لازمو امکاناتو لکه سرپناه، کار او زده کړو له نشتوالي سره مخ دي.

کریسشن ساینس مانیټور:

کریسشن ساینس مانیټور خپرونې هم له پاکستان څخه دې بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو پر موضوع یوه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې راغلي، په لنډي کوتل یا لواړګي د یو لوبغالي یادونه شوې چې دا مهال د افغان کډوالو په پرانیستې موقتي زندان بدل شوی دی.

د لیکوال په وینا، دلته هغه افغانان چې کلونه یې پاکستان کې ژوند کړی، له پاکستان څخه د شړل کېدو په هدف ساتل کېږي.

هغه زیاتوي دا چې دوی دلته په کوم وضیعت کې ساتل کېږي څرګنده نه ده.

په لیکنه کې ویل شوي، د لنډي کوتل دا لوبغالی چې یو مهال د کرکټ او فوټبال د ټورنمنټونو کوربه و اوس د پاکستان د پوځ په کنټرول کې دی او سرتېري یې دې لوبغالي ته د خبریالانو د ورتګ اجازه نه ورکوي.

کریسشن ساینس مانیټور وړاندې وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو لپاره د پاکستان سرپرست حکومت وروسته له هغې ضرب الاجل وټاکه چې پاکستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې او د پاکستاني حکومت او پر افغانستان د واکمنو طالبانو اړیکې ظاهراً ترینګلې شوې.

لیکنه وړاندې وايي، په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل دوام لري، په پاکستاني ټولنه کې پوښتنې راپورته کېږي چې ایا سرپرست حکومت د سوونو زرو افغان کډوالو د ایستلو واک لري؟

ایا ريښتیا به هم دا اقدام پاکستان کې امنیت راولي؟

او ددې هېواد بشري خواخوږي څه شوه؟

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG