د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

" اسناد ولري او کنه، افغان کډوال پاکستان کې له ځورونې او تحقیر سره مخ دي. "


د پاکستان یو شمېر پولیس - تصویر له ارشیفه
د پاکستان یو شمېر پولیس - تصویر له ارشیفه

یو شمېر نړیوالو رسنیو په تازه ګڼو کې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو، د داعش خراسان څانګې له خوا کابل د وروستي برید د مسولیت منلو، او د استرالیا په وړاندې د افغانستان د کرکټ د هغې لوبې په بایللو لیکنې خپرې کړې چې تر ډیره یې د افغانستان له خوا د ګټلو چانس زیات و.

ډیپلوماټ خپرونې په خپلې تازه ګڼه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه یو راپور خپور کړی چې سرلیک یې دی " اسناد ولري او کنه، افغان کډوال پاکستان کې له ځورونې او تحقیر سره مخ دي. "

یاهو نیوز وېب پاڼې د داعش د هغې ادعا په اړه چې په کابل کې یې پر یو کاسټر موټر د برید د مسولیت منلی راپور خپور کړی دی.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي، د داعش سره تړلي کسان تر ډیره د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې دی.

د راپور په وینا، له هغې راوروسته چې په ۲۰۲۱ م کال کې طالبان افغانستان کې بیا ځلي واک ته ورسیدل دا ډله یې تر ټولو مهمه وسلواله مخالفه ده.

راپور زیاتوي داعش وسلوالې ډلې په افغانستان کې د پلازمینې کابل په په شمول په یو شمېر ولایتونو کې په ځانګړې توګه شیعه ګان د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي.

د کرکټ نړیوال جام کې د استرالیا له خوا د افغانستان څخه د یوې حیرانونکي لوبې په پایله کې د لوبې ګټلو هم د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام ور اړولی دی.

په دې اړه د فوربس مجلې د یو راپور سرلیک دی: په نړیوال جام کې د افغانستان خوب په خپسه بدل شو.

لیکوال وايي، داسې ښکاریده چې د استرالیايي لوبغاړي مکسویل له خوا مجیب الرحمن ته ورکړل شوی اسانه چانس مهم وانخیستل شو. او زیاتوي وروسته افغان لوبغاړي غوسه ښکاریدل خو استرالیايي توپوهونکي مکسویل پر خپل دوامداره بخت باور نه شو کولی.

د لیکوال په وینا، هغه څه چې په راتلونکو څو ساعتونو کې پیښ شول حیرانونکي وو ځکه چې افغانستان په وړاندې مکسویل د خورا غیرې معمولي توپوهنې سره یو خنډ شو چا چې د هر څه په وړاندې دفاع وکړه او د یو ورځنیو لوبو ترټولو ډیرې منډې یې جوړې کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان په وړاندې د استرالیايي لوبغاړي ګلین مکسویل پرونۍ لوبه حیرانونکي بللې ده.

ګلین مکسویل د سه شنبې په ورځ په ۱۲۸ توپونو او پرته له دې وسوځي د ۲۰۱ منډو جوړولو سره د کرېکټ د نړیوال جام تر ټولو حیرانوونکې منډې جوړې کړې او له کبله یې استرالیا افغانستان ته داسې حال کې چې ۱۹ توپونه یې پاتې وو ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG