د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

رسنۍ: طالبان بدلون ته اړتیا لري، خو د بدلون د مسیر په مخالف لوري روان دي


ارشیف: په کابل کې طالب وسله وال
ارشیف: په کابل کې طالب وسله وال

یورایشیا ریویو:

یورایشیا ریویو خپرونې خپلې یوې مقالې ته دا سرلیک ورکړی چې طالبان بدلون ته اړتیا لري، خو په خبره یې هغوی د بدلون د مسیر په مخالف لوري روان دي.

مقاله کې راغلي چې نړیوال د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره منتظر دي چې دغه حکومت بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د نجونو تعلیم ته درناوی وکړي او د حکومت جوړښت پراخ بنسټه کړي، خو وړاندې راغلي چې د طالبانو حکومت په ټولو دغو برخو کې شاتګونه لري.

مقاله کې هره دغه برخه په تفصیل سره تشریح شوې او په سر کې یې د بې پرې او ازادو مطبوعاتو ارزښت ته کتنه شوې.

خپرونې ازاد مطبوعات د ټولنې اړتیا بللې او ویلې یې دي، همدا بې سانسوره مطبوعات چې افغانستان اوس ورڅخه محروم دی، دولت او سیاسي مشران حساب ورکونې ته چمتو کوي.

د مقالې په بله برخه کې د نجونو د تعلیم حق ته کتنه شوې او په کې راغلي نجونو ته د تعلیم حق نه ورکول، په دې معنا ده چې د ملت د پرمختګ مخه نیول کېږي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو مخه نیولې او تېره ډسمبر میاشت کې یې د هغوی پوهنتونونه هم تر دویم اعلان پورې بند کړل.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، دوی د نجونو تعلیم او تحصیل ته د خوندي شرایطو په برابرولو بوخت دي، خو نیوکه کوونکي وایي که حکومت په رښتیا وغواړي، دغه شرایط په څو میاشتو کې رامنځته کېدای شي.

یورایشیا لیکلي، که طالبان پورته برخو کې خپلې ژمنې پر ځای او له نړیوالو معیارونو او تګلارو سره ځان برابر کړي، رسمیت پیژندنې ته یې لاره هواریږي.

اې این آی:

د هند 'اې این اې' شبکې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو د نننۍ سیالۍ په اړه یو مطلب خپور کړی او د افغان لوبډلې د سر روزونکي جاناټان ټروټ خبرې یې رااخیستي دي.

ټروټ ویلي، په نننۍ لوبه کې باید افغان لوبغاړي ګروپي لوبه وکړي او ښه همغږي ولري ځکه د ده په باور، د لوبې بریا یوازې د ورو توپ اچونکو مسوولیت نه دی.

ټروټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه کې د افغان لوبډلې د ښې او همغږې لوبې وړاندینه کړې ده.

افغان لوبډلې د کریکټ په روان نړیوال جام کې تراوسه ۴ لوبې کړي چې اتل ټیم انګلستان ته یې ماته ورکړې، خو بنګله‌دېش، هند او نیوزیلنډ ته یې لوبې بایللي دي.

ټروټ وروسته تر هغه د افغان لوبډلې په همغږې او ګروپي لوبې ټینګار کړی چې دغو لوبغاړو نیوزیلنډ ته په لوی توپیر لوبه وبایلله او د هغې لوبې پر مهال د افغانستان لوبډلې څلور کېچونه مس یا له لاسه ورکړل.

جاناټان ټروټ چې د انګلستان د لوبډلې پخوانی لوبغاړی و، د تېر لمریز کال په زمري میاشته کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه وټاکل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG