د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

اندپنډنټ ورځپاڼه: هند د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته نژدې شوی


په هندوستان کې د افغانستان سفارت - تصویر له ارشیفه
په هندوستان کې د افغانستان سفارت - تصویر له ارشیفه

له برېتانیا خپریدونکې کرکټ ټایمز خپرونې په هند د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په درشل کې لیکلي، د افغانستان ملي ټیم د هند د ملي لوبډلې پخوانی کاپیټان اجای جدیجا د مربي او مشاور په توګه ټاکلی دی.

خپرونه زیاتوي، افغانستان به د دې نړیوال جام په سیالیو کې خپل سفر د شنبې په ورځ د بنګه دېش پر وړاندې په لوبې سره پیل کړي.

خپرونې د ښاغلی جدیجا ټاکل یوه ښه او پر وخت ټاکنه یاده کړې، او زیاتوي چې د هغه له لاسته راړونو به افغان لوبغاړې په دې نړیوالو سیالیو کې ګټه پورته کړي.

د خپرونې په ټکو، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره چې د پنجشنبې په ورځ پیلیږي چمتوالی نیسي.

خپرونه وړاندې وايي، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د جدیجا له مشورو سره سم د هند له هوا او شرایطو سره ځان برابرکړي.

کرکټ ټایمز لیکي، جدیجا له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۰ کاله د هند په استازیتوب په ۱۹۶ لوبو کې ګډون کړی دی او د هند لپاره د درېیو نړیوالو جامونو په ګټلو کې يې مهم رول درلود.

لس غوره ټیمونه د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې ګډون لري.

دا سیالۍ د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ په سیالۍ سره پیلیږي.

کرکټ ټایمز په داسې حال کې په هند کې د کرکټ نړیوالو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پر چمتوالې تبصره کوي، چې له برېتانیا بلې خپریدونکې اندپنډنټ ورځپاڼې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د چارو په بندیدو لیکنه کړې ده.

ورځپانې د سفارت اعلامیې ته په اشارې ویلي، په هند کې افغان سفارت خپلې چارې د کوربه هیواد د ډپیلوماټیک ملاټر د نشتون له امله بندوي خو قونسلي چارې به روانې وي.

ورځپانه وړاندې وايي، په سفارت کې هغو کارکوونکو کار کاوه چې د تېر حکومت له خوا ټاکل شوي وو.

ورځپانه زیاتوي، د هند حکومت طالبان په رسمیت نه پیژني او په دې برخه کې به د ملګرو ملتونو د پریکړې سره سم چلند وکړي، خو له دې سره جوښت يې په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفیر څخه ملاتړ نه دی کړی او د سفارت ځینو بانکي حسابونو ته يې د هغه لاسرسی محدود کړی دی.

د هند حکومت په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر او د طالبانو له خوا د معرفي شوي استازې ترمنځ جنجال د افغانستان کورنۍ مسله بللې ده.

ورځپانه په سفارت کې د یوې سرچیني په حواله وايي، همدا چې د هند حکومت په دې هېواد کې د افغان ډپیلوماتانو ویزې تمدید نه کړې، د سفارت د تړلو کیدو سبب شوې.

دې سرچینې د مودي حکومت د طالبانو نظام ته په نژدې کیدو تورن کړ او ادعا يې وکړه، چې د هند حکومت د طالبانو په رسمیت پیژندلو ته نژدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG