د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د مینټ ورځپاڼې پوښتنه او ځواب؛ په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ولې خپل فعالیت ودراوه؟


په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

د مینټ ورځپاڼې چې له هند څخه خپرېږي او تر ډېره د تجارت اړوند لیکنې خپروي، په خپل یو سرلیک کې پوښتنه کوي چې ولې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل کار ودراوه؟

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې د افغانستان سفارت چې د یکشنبې په ورځ یې د کوربه هیواد د ډیپلوماټیک ملاتړ د نشتوالي له امله خپل فعالیتونه ودرول، خپلو قونسلي خدماتو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې بیا د دغه سفارت رسمي اعلان ته په اشارې لیکلي، چې په کې د افغانستان د ګټو په تړاو د توقعاتو نه پوره کول د سفارت د کارونو د مخنیوي یو لوی لامل بلل شوی دی.

د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د اوسني حالت د بیانولو په ترڅ کې، مینټ لیکي چې هند له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واک ته د رسیدو په درشل کې په کابل کې خپل سفارت تخلیه کړ او اوس په افغانستان کې هیڅ ډیپلوماټیک حضور نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د هغو کارکوونکو له خوا چې د دغه هېواد د پخواني حکومت له لوري د هندي چارواکو په اجازه ټاکل شوي وو فعالیت کاوه، خو په دې وروستیو کې دغو کسانو په درېیم هېواد کې پناوې غوښتې وې.

فرید ماموندزی چې د افغان حکومت له خوا په هند کې سفیر ټاکل شوی او ویل کیږي چې دا مهال په لندن کې دی، تر اوسه په دې اړه د ازادي راډیو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

ورځپاڼه لیکي، چې د هند حکومت ویلي د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه به د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک تعقیب کړي.

خو انډېپنډېنټ ورځپاڼې، چې له برېتانیا خپرېږي په پاکستان کې د افغانانو د وضعیت په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، یو شمېر هغه افغانان چې بریټانیا ورسره د پناه ژمنه کړې وه اوس په پاکستان کې ایسار دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا افغانان د څه مودې لپاره پاکستاني پولیسو بندیان کړي وو او اوس که څه هم خوشې شوي، خو ویره لري چې ممکن بیا ونیول شي او دا وار ښايي پاکستان دوی د طالبانو ولکې لاندې چارواکو ته افغانستان کې وسپاري.

انډیپینډینټ لیکي، چې په سلګونو افغان کورنۍ چې ډیری یې په افغانستان کې له بریتانوي پوځ سره همکاري کړې، له څو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې ایسار پاتې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې دا وضعیت وروسته له هغه رامنځ ته شو چې برتانیې تېر کال له پاکستان څخه چارتر الوتنې وځنډولې او افغان پناه غوښتونکو ته ویل شوي وو، چې بریتانیا ته له سفر مخکې دې په هغه هېواد کې د اوسېدو ځای ومومي.

انډیپنډنټ لیکي، چې دغو کورنیو ته اسلام اباد ته د تګ بلنه ورکړل شوې وه او وروسته له هغه چې د برتانیې د حکومت د بیا میشتیدنې په پروګرامونو کې د شاملیدو وړ وپیژندل شول، د برتانیې په لګښت د پاکستان د پلازمینې په هوټلونو کې ځای پرځای شول.

خو دغه افغان کورنۍ چې په پاکستان کې یې د ویزې موده پای ته رسېدلې وه، د پولیسو له خوا په نښه شوې او د بریتانیا د عالي کمېشنرۍ په مداخله وژغورل شول.

XS
SM
MD
LG