د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ايشيا ريويو: ایا نوی ډیلی له طالبانو سره تماس نیسي او که نه؟


د هند او افغانستان ملي بیرغونه
د هند او افغانستان ملي بیرغونه

ايشيا ريويو:

په افغانستان کې د هند ستونزمن وضعیت، ایا نوی ډیلی له طالبانو سره تماس نیسي او که نه؟ دا د ایرو ایشیا ریویو خپرونې د یوې لیکنې سرلیک دی.

د مطلب لیکواله عافیه عتیق ملک ده.

هغې لیکلي، دا چې هند په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډيپلوماتان ونه منل، دا په دې معنا ده چې هند د طالبانو رسمیت پېژندنې ته لېوالتیا نه لري.

خو ځینو نورو هېوادونو لکه روسیې او چین مخکې له مخکې کابل ته خپل سفیران لېږلي او د سیمې یو شمېر هېوادونو د طالبانو ډيپلوماتانو ته د افغانستان د سفارتونو چارې سپارلي دي.

د لیکنې په دوام کې دا تحلیل راغلی، چې له طالبانو سره د هند تعامل د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ایډیالوژي سره خیانت دی.

د لیکنې په دوام راغلي، هند د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو له مخالفو وسله والو او پخوانیو مجاهدینو سره د اړیکو هڅه کوي او په دې کار سره غواړي د طالبانو حاکمیت کمزوری کړي.

د مطلب لیکوالې دې ته هم اشاره کړې، چې هند په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره تعامل زیات کړی، ځکه په افغانستان کې د داعش له حضوره وېره لري.

هند په دې وروستیو کې له طالبانو سره بېلابېلې جلسې وکړې او له افغانستان سره یې بشري مرستې هم کړي، خو په ډاګه یې ویلي، تر هغو چې طالبان بشري حقونه تضمین نه کړي او دا ډاډ ورنه کړي چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلېږي، حکومت یې په رسمیت نه پېژني.

د ایرو ایشیا ریویو د لیکنې په دوام کې راغلي، د هند او طالبانو د اړیکو راتلونکی لا هم مشخص نه دی، خو د لیکنې له مخې، هند له طالبانو سره په تعامل کې محتاطانه ګامونه پورته کوي.

انډيپنډنټ:

له بریتانیا خپرېدونکې انډيپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده پر اختریز پيغام لیکنه کړې ده.

په دغه پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شو راغلي، د طالبانو حکومت د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره هر ډول لازم ګامونه اوچت کړي دي.

د لیکنې په دوام کې راغلي، ملا هبت الله اخندزاده په خپل پیغام کې د نجونو د ښونځیو او پوهنتونونو د بېرته خلاصېدو هېڅ اشاره نه ده کړې.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي بند کړل او تېره ډسمبر میاشت کې یې د هغوی په وړاندې د لوړو زده کړو دروازې هم وتړلې.

د ښځو پر تعلیم سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ګډون کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار هم منع شوی او پارکونو، ورزشي ځایونو او حمامونو ته یې تګ بند شوی دی.

د انډيپنډنټ په لیکنه، د طالبانو دغو ګامونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي، خو د لیکنې له مخې طالبانو خپل دریځ کې هیڅ ډول نرمښت نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG