د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

مېل انلاین: واک ته د طالبانو په رسېدو سره د داعش بریدونه ډېر شوي


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

مېل انلاين:

مېل انلاین لیکي، له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل نیولی دی، داعش خپلې حملې زیاتې کړې دي.

دا انلاین خپرونه د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې د پنجشنبې د ورځې چاودنې ته اشاره کوي چې مسوولیت یې داعش منلی دی.

په دې چاودنه کې لږ تر لږه دیارلس تنه ووژل شول او شاوخوا دېرش تنه نور ټپیان شول.

مېل انلاین د داعش خراسان څانګې د جمعې د ورځې د خپاره شوي بیان په استناد لیکلي چې په دې حمله کې چې په نبوي جومات کې وشوه لږ تر لږه د طالبانو شل مشران وژل شوي دي او پنځوس تنه نور ټپیان شوې دي.

دا چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې د بدخشان لپاره د طالبانو د مرستیال والي او سرپرست نثار‌احمد ‌احمدي د فاتحې مراسم ترسره کېدل.

د احمدي د وژلو مسوولیت هم داعش اخیستی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ وویل، که چېرته اړتیا وي امریکا به په افغانستان کې د داعش او القاعده د مهمو څېرو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې داعش د دوی د ځواکونو له لوري د له منځه تلو په حال کې دی.

انډيپنډنټ:

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، انډيپنډنټ بیا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو مسئله را اخیستې ده.

ياده ورځپاڼه لیکي چې، طالبان په نړیواله کچه په رسمیت پېژندلو لپاره مبارزه کوي او په دې ترڅ کې یې اوس په نوي ډیلي کې هڅې پيل کړې دي.

ورځپاڼې په نوي ډیلي کې د افغانستان د اوسني سفیر فرید ماموندزي او د سفارت د پخواني تجارتي اتشه قادرشاه عکسونه خپاره کړي چې څنګ په څنګ سره ولاړ دي.

اوس دوی دواړه د سفارت پر سر جنجال لري.

قادرشاه د طالبانو لپاره هڅې کوي چې سفارت خپل کړي او ماموندزی سفارت نه ورسپاري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې دا د سفارت داخلي موضوع ده دوی مداخله په‌کې نه‌کوي.

انډيپنډنټ لیکي، طالبانو د سیمې په نورو هېوادونو کې هم په سفارتونو کې دښمنۍ پیدا کړې او کوربه هېوادونه پټه خوله پاتې شول چې بیا دوی خپل سفیر معرفي کړ.

ورځپاڼه د بېلګې لپاره لیکي چې په روسیې، چین، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادو کې طالبانو داسې هڅې کړې دي چې اوس یې په هند کې ورته کوښښونه روان دي.

ورځپاڼه لیکي، فرید ماموندزی په ۲۰۲۰م کال کې د هند سفیر وټاکل شو چې اوس له کابله له ده سره مرسته نه‌کېږي، خو دی ټینګار کوي چې دی به د افغانانو د ډیموکراټیکي روحې استازیتوب ته دوام ورکړي او دې ته انتظار دی چې د طالبانو حکومت به ړنګ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG