د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

له افغانستانه د داعش د بريدونو د احتمال په اړه د واشګټن ايګزامينر ورځپاڼې تبصره


د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ، انځور - ارشيف
د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ، انځور - ارشيف

واشنګټن ايګزامينر ورځپاڼه:

د امریکايي ځواکونو متقاعد جنرال فرانګ مکینزي له واشګټن ایګزامینر سره په یوه مرکه د امریکا د سنا د مرکزي قومندانۍ د یوه جنرال د خبرو په استناد وايي، له افغانستان څخه د داعش د بریدونه احتمال شته.

په دې مرکه کې فرانګ میکینزي د هغه پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګرۍ ګواښ شته کنه؟ وویل: "زه په دې برخه کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ د اوسني قومندان جنرال ایرک کوریلا له څرګندونو زیات څه نه وايم."

جنرال کوریلا د امریکا د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټي ته په څرګندونو کې له افغانستان څخه په شپږو میاشتو کې د داعش د بریدونو د احتمال خبرداری ورکړی و.

جنرال کوریلا چې پرون يې هم د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته خبري کولې وویل، اوس‌مهال په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر ۲۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

هغه څه چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې رد کړي دي.

فارن پاليسي:

فارن پالیسۍ خپرونې بیا "داعش یا اسلامي دولت د افغانستان لپاره څومره خطرناکه ډله ده؟" تر سرلیک لاندې د خبریال او څېړونکي مایکل کوګلمن لیکنه خپره کړې ده.

کوګلمن د خپلې لیکنې په یوې برخه کې وايي، داسې برېښي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، له زندانونو څخه د بندیانو تښتېدو، د تېر جمهوري نظام ړنګېدو او واک ته د طالبانو بیا ستنېدو د داعش ډله پیاوړې کړې ده.

د کوګلمن په باور په افغانستان کې شته انساني بحران دې ته لار هواره کړې، هغه کسان چې اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي په دې ډله کې ور جذب شي.

نړیوال په افغانستان کې د داعش د ودې او حضور په اړه په داسې حال کې اندېښمن دي چې، دې ډلې په وروستیو کې په افغانستان کې د پرله‌پسې څو بریدونه مسولیت ومانه.

بل‌خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت حکومت هم په تېرو څو اوونیو کې د داعش پر پټن‌ځایونو د چاپو او دې ډلې ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG