د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

دیپلومات مجله: تاشکند واشنګټن ته په سیمه کې د داعش پر وړاندې طالبانو سره د یوه غیر مستقیم تعامل کړکۍ پرانیستې ده


د متحده ایالاتو او ازبکستان بیرغونه
د متحده ایالاتو او ازبکستان بیرغونه

ډیپلومات مجلې تردې سرلیک لاندې چې ازبکستان ښایي د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه کې د امریکا کلۍ وي، د یوې لیکنې په پیل کې لیکي: تاشکند واشنګټن ته په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د زیاتیدونکي نفوذ په وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره د یوه غیرمستقیم تعامل کړکۍ پرانیستې ده.

ډیپلومات لیکي، له طالبانو سره د ازبکستان نږدې اړیکي تاشکند د واشنګټن لپاره د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په منځ کې پریوه ضروري شریک بدلوي او زیاتوي سره له دې چې د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکي په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت د فعالیت د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي او ترډیره بریده نه غواړي چې له دې هیواده په ۲۰۲۱ کال کې له وتلو وروسته بیا په پوځی توګه ښکیل شي، له تاشکند سره د خپل اوږدمهاله شراکت په کارولو سره کولی شي د سیمه ایزو اندیښنو د حل لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

د ډیپلوماټ په لیکنه، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تراوسه یې ډیرې هڅې کړي چې داعش ترکنټرول لاندې راولي خو دې ډلې د طالبانو واکمنۍ ته پرسرخوږۍ سربیره د دې هیواد له شمال څخه د ازبکستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته هم زیات ګواښونه متوجه کړي دي.

مجلې د دې ډلې له خوا د ۲۰۲۲ کال په اپریل او می میاشتو کې پرازبکستان او تاجکستان راکټي بریدونو او هم د ازبکستان دننه پریوې پوځي اډې برید ته اشاره کړې او لیکي، ازبکستان چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو راهیسې له اسلامي افراطیت سره مبارزه کوي، د مشکوکو سخت دریځو په وړاندې د تاشکند عملیاتو په بهرکې میشت ډیری ازبکان هڅولي چې له افراطي ډلو سره یوځای شي.

د داعش د خراسان ولایت یو له دغو افراطي ډلو څخه دی چې غواړي ازبک، تاجک او قرغز ټبره سختدریځي خپلو لیکو ته جذب کړي.

ډیپلوماټ وړاندې لیکي، د مارچ په ۱۶ د امریکا د مرکزي قواوو د قومندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا خبرداری ورکړ،چې په په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه کولای شي چې په شپږو میاشتو کې په بهرکې د متحدو ایالتونو یا د لویدیځ د ګټو پروړاندې عملیات ترسره کړي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو مشر جنرال سکاټ بیرایر په مارچ میاشت کې د کانګرس غړیو ته په یوه استماعیه غونډه کې ویلي وچې دا دوخت خبره ده چې داعش دغه وړتیا پیدا او پرلویدیځ د برید نیت وکړي.

یورایشیا خپرونه په افغانستان کې د سولې د ګټوپه اړه په یوه مطلب کې لیکي، افغانستان چې د لسیزو جګړو، بې ثباتۍ او ناکراریو ځپلی نه یوازې یې پر خپلو خلکو؛ بلکې د پاکستان په څېر ګاونډیو هېوادونو باندې هم ژورې اغیزې پرېښې دي.

د خپرونې په لیکنه، په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګیدل د سیمه ییزثبات، اقتصادي پرمختګ او نړیوال امنیت لپاره ډیرمهم دی.

یورایشیا ریویو لیکي په افغانستان کې سوله به د پاکستان لپاره نوې اقتصادي لارې پرانیزي.

دواړه هیوادونه اوږده پوله لري او باثباته شرایط به د سوداګرۍ اوترانزیت زیاتوالی اسانه کړي.

خو د لیکوال په باور، د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیاده او زیاتوي په دې هیواد کې د سولې د ټینګیدو ګټې د دې هیواد له پولو اوړي. یو باثباته اوسوله ییز افغانستان د سیمې له پرمختګ، امنیت او همکارۍ سره مرسته کوي او نړۍ باید له رامنځ ته شوي فرصت څخه په استفادې یوې روښانه راتلونکې ته په رسیدو کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG