د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

ازبکستان د افغانستان شمال کې د قوش تېپې کانال جوړېدو ته اندېښنه وښوده


د قوش تېپې کانال د جوړېدو له چارو یو انځور
د قوش تېپې کانال د جوړېدو له چارو یو انځور

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال د جوړېدو په اړه منځنۍ اسیا هېوادونه ته وضاحت نه دی ورکړل شوی او دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

نوموړي په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې په تاجکستان کې جوړه شوې وه، له ګډون کوونکو هېوادونه غوښتي چې د قوش تېپې کانال د رغنیزو چارو د څېړنې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړي.

د ازبکستان جمهوري ریاست په خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي چې میرضایف په دې ناسته کې ویلي، د قوش تېپې کانال جوړل کولای شي د امو سیند د ډېرو اوبو مسیر بدل کړي او دا چاره کولای شي اغېزمنه وي.

د ازبکستان ولسمشر په دې ناسته کې غوښتنه کړې، د منځنۍ اسیا هغه هېوادونه چې د سیمې په کچه د اوبو مسایل څېړي باید په راتلونکې ناسته کې د افغانستان استازي ته هم بلنه ورکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

دغه دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسېده، د کوربه هېواد تاجکستان ترڅنګ د ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان مشرانو برخه واخیسته او د ناستې هدف د سرحدونو پر امنیت او د اوبو د انرژۍ د سرچینو پر مدیریت خبرې وې.

ازبکستان په داسې حال کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو حکومت بیا د قوش تېپې کانال جوړل خپل اساسي حق بولي.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم وايي، افغانان د خپلو اوبو د مدیریت توان لري او دا حق ترې څوک نه‌شي اخیستلای.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم

نوموړي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "اوس افغانستان مالک پیدا کړی دی او خپل منابعو څخه استفاده کولای شي. دا خو موږ ډېر کمې اوبه له امو سیند نه راخلو. زه فکر کوم د سیمې هېوادونه باید له یو بل سره همکاري وکړو، له یو بل سره تفاهم وکړو، د یو بل حق ته تن کېږدو. موږ اوس د خپل سهم ډېرې کمې اوبه له امو سیند نه اخیستې دي، باید دې برخې ته نور هم توجه وشي."

خو د اوبو په چارو کې پوه نجیب‌الله سدید وايي، که حاکم نظام د قوش تېپې کانال په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ښکاره وضاحت وړاندې نه کړي د دغو هېوادونو اندېښنې پر ځای دي.

هغه وویل: "د سیمې د هېوادونو اندېښنه دا ده چې د دغه کانال په جوړېدو سره له امو سیند نه ډېر اوبه افغانستان وانه‌خلي او هغه پانګونه چې دوی په دې برخه کې کړي هغه ضایع نه شي، خو په دې ټول پوهېږي چې د قوش تېپې کانال د امو له سیند نه په هغه اندازه اوبه راخلي چې د افغانستان په شمال کې د کرنیزو ځمکو اړتیا پرې پوره شي."

د یادونې ده چې د قوش تېپې کانال د سروې چاروې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې وې، خو د عملي چارو پیل یې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې وشو.

دغه کانال د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبه رااخلي.

د هغو رسمي معلوماتو پر بنسټ چې د دې کانال په اړه مخکې له رسنیو سره شریک شوي، یاد کانال د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

XS
SM
MD
LG