د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

انډپیندنټ د چین نوي سفیر لپاره د طالبانو د ځانګړو مراسمو په اړه تبصره کړې


د طالبانو او چین بیرغونه
د طالبانو او چین بیرغونه

انډپیندنټ:

د بریتانیا چاپ انډپیندنټ خپرونې افغانستان کې د چین نوي معرفي شوی سفیر ته په اشارې لیکي، طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته په دې هېواد کې د چین د لومړي سفیر هرکلی وکړ.

د خپرونې په ټکو، چین ژاو شینګ د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی دی او لومړنی مهم هېواد دی چې واک ته د طالبانو له ستنېدو دوه کاله وروسته په افغانستان کې ډپیلوماتیک استازیتوب لري.

انډپیندنټ زیاتوي، د دې ډپیلوماتیک استازي موټر د چهارشنبې په ورځ د پولیسو په بدرګه د کابل د ارګ په ونو پوښل شوې لاره ورننوت او ژاو شینګ ته د لوړوپوړو طالب چارواکو سره د لیدو پر مهال عسکري تشریفات هم وړاندې شول.

انډپیندنټ لیکي، دا لومړی ځل دی چې طالبان د امریکا او ناټو له وتلو وروسته په دې هېواد کې یو ورغلي ډیپلومات ته دا ډول مجلل رسمي مراسم پرځای کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان پر څوکۍ لا هم د تېر جمهوري نظام استازی ناست دی.

ګارډین:

بلې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین بیا د دې هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې د رییس په استعفا لیکنه کړې او وايي د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې رییس توبیاس ایلووډ وروسته له هغې استعفا وکړه چې د طالبانو د ستاینو په خاطر د دې کمېټې څلور غړیو هغه ته د عدم اعتماد د رایې د ورکولو غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه زیاتوي، د بریتانیا د محافظه کار ګوند دې استازي ویلي وو، د کمزورو اړیکو په وجه ملامت دی، خو زیاته کړې یې ده چې که څه هم په دې کمېټه کې د ډېرو استازو ملاتړ یې ساتلی، خو د ډېرې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره له خپلې دندې استعفا ورکوي.

له دې سره هغه ویلي چې په دفاعي او امنیتي بحثونو کې پیاوړی غږ لري.

ګاردین زیاته کړی ده، توبیاس ایلووډ د روان کال په جولای کې افغانستان ته تللی وو او په یوه ویډیو کې يې ویلی وو چې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته په دې هېواد کې امنیت ښه شوی، فساد له منځه تللی او د تریاکو سوادګری کاملاً له منځه تللی ده.

توبیاس ایلووډ همدارنګه د طالبانو له حکومت سره د تعامل غوښتنه کړی وه.

د ایلووډ دې څرګندونو د بریتانیا دننه او بهر پراخې نیوکې راوپاولې.

وروسته ایلووډ د یوې بلې ویدیو په خپرولو سره د خپلو څرګندولو په اړه بخښنه وغوښته.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د ایلووډ ددې څرګندونو هرکلی کړی و.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل په اړه یو مفصل راپور خپور کړی دی.

په راپور کې ویلی شوي، د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډله لوبغاړې او خالده پوپل، چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د دې ټيم په جوړولو کې مرسته کړې وه د طالبانو له وېرې د افغانستان پرېښودو ته مجبورې شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته که څه هم تراوسه په دې اړه کوم علني فرمان نه دی صادر شوی، خو ښځې له ورزش کولو منعه شوي، ان د ښځو لپاره ځانګړو شویو ورزشي کلپونو ته يې هم پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.

خو ورځپاڼه وايي افغان ورزشکارانې تر دې پخوا هم خوندي نه وې.

نیویارک ټایمز لیکي، په ۲۰۱۸ کال کې خالده پوپل د اردن په یو تمرینتي کمپ کې د فدارسیون د چارواکو له‌خوا د ملي ټيم د غړو د جنسي ځورونې شاهده وه.

لوبغاړو هغې ته ویلي وو چې د فدراسیون د مشر کرام‌الدین کریم په شمول د فوټبال فدراسیون د چارواکو له‌خوا د جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.

خالدې پوپل، هغه څه چې اورېدلي وو په اړه يې راپور ورکړ.

خو د اغلې پوپل او د دې ټيم د روزنکې په خبره، د فیفا چارواکو په اتو میاشتو کې په دې برخه کې هېڅ اقدام ونه کړ.

د فوټبال د فدراسیون پخوانی مشر د طالبانو له‌خوا د افغانستان د پخواني جمهوریت تر سقوط پورې ازاد ګرځېده او ان رسماً هم د فوټبال د ښځینه ملي ټیم د لوبغاړو په جنسي ځورونه نه و تورن شوی.

XS
SM
MD
LG