د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

په افغانستان کې ثبات د سیمې اقتصاد لپاره مهم وبلل شو


د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ.

ډيلي مېل ورځپاڼه:

د بریتانيا ډيلي مېل ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير چې د نړۍ هېڅ هېواد يې په رسميت نه پېژني، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له خپلو چينايي او پاکستاني سيالانو سره وکتل.

پر امیرخان متقي نړیوال بندیزونه لا هم پر ځای دي، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستان ته د متقي د سفر لپاره یې یوه استثنا منلې ده.

چین او پاکستان د افغانستان مهم ګاونډیان دي.

چین چې له افغانستان سره تر ټولو لنډه ګډه پوله لري، د افغانستان شتمني او طبیعي زېرمو ته سترګې په لاره دی او پاکستان چې له افغانستان سره تر ټولو اوږده ګډه پوله لري، د کرښې له هغې غاړې د لوی امنیتي ګواښ له امله اندېښمن دی.

ډیلي مېل د جنوبي اسیا د ستراتېژیک ثبات د انسټېټوټ د عمومي مشرې ماریا سلطان له قوله لیکلي، د اسلام اباد د غونډې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې هرڅوک پوهېږي چې په افغانستان کې له ثبات پرته د سیمې اقتصاد راتلونکی نه‌لري.

مېرمن سلطان دا هم ویلي، رسمي اړیکې دې جوړې شي او دا کار یوازې هغه مهال شونی دی چې ډیپلوماټیکو چینلونو ته لار پرانیستل شي.

له چینايي او پاکستاني سیالانو سره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې په دغه هېواد کې جنسیتي تبعیض بللی او غندلی یې دی.

ډيپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، افغانستان غواړي د خپلو اوبو د سرچینو کنټرول ولري.

د خپرونې په وینا، د افغانستان د اوبو د زېربنا د پیاوړتیا لپاره د طالبانو پلان له ګاونډیو هېوادونو سره کړکېچ زیات کړی دی.

ډيپلوماټ زیاتوي چې طالبانو د داخلي اوبو د کارولو پراخ پلانونه جوړ کړي دي.

له تخنیکي پلوه طالبان نه‌شي کولای چې د اوبو ټولې زېرمې کنټرول کړي، خو کولای شي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

دوه کلنې وچکالۍ افغانستان د خوراکي توکو له ستر کمښت سره مخ کړی او د افغانستان د اوبو ډېرې زېرمې وچې شوي چې له امله یې په تېرو ۲۵ کلونو کې دغه هېواد د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی.

ډيپلوماټ زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکي مالي کال لپاره د اپریل میاشتې په پیل کې ۴۰۰ پروژې اعلان کړې، چې تر ټولو لوی یې د قوش تېپې کانال دی چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

په دې پروژه کې ۵ زره کسان کار کوي او ۳ زره ساختماني وسایطو څخه کار اخلي.

د يادې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

خپرونه زیاتوي دا چې طالبان خپلې ټولې پروژې عملي کولای شي او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې هیڅوک یې ځواب نه‌لري، ځکه چې د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان ډېری تخنیکي کادرونه له افغانستان څخه ووتل، خو ځینې تخنیکي کسان لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG