د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

چين له طالبانو د ښځو او نجونو برخه کې د تګلارې د اصلاح کېدو غوښتنه کړې


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022

انلاین انډينډنټ:

انلاین انډينډنټ خپرونې د چین د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته پام اړولی دی.

خپرونې د اسوشېټېډپرس خبري اژانس په حوله ویلي، چین له طالبانو غوښتي چې د افغانو ښځو او نجونو په اړه دې خپله تګلاره بدله او د ترهګري سره په مبارزه کې دې جدي چلند غوره کړي.

د خپرونې په ټکو، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ په خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، نړیواله ټولنه اوس هم د طالبانو له موقت حکومت څخه ځینې اندېښنې او تمې لري او هیله‌من دي چې طالبان به په کورني او بهرني سیاست کې د منځلارۍ په خپلولو او د افغان ښځو ماشومانو او ګټو په ساتلو به نور پرمختګونه ولري.

نږدې ۶ سوه ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او د تېر کال په ډسمبر کې یې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم راوګرځولې.

خپرونه زیاتوي، چین عموماً د هغو هېوادونو د کورنیو سیاستونو په اړه له تبصرې ډډه کوي چې د لوېديځ اغېز پر ضد یې کاروي.

ایرو ایشیا ریویو:

د ایرو ایشیا ریویو خپرونې د طالبانو د مخالفانو په وروستیو هڅو لیکنه خپره کړې ده او وايي، په داسې حال کې چې طالبان له حکومتولۍ سره اخته دي، د دوی په وړاندې افغان اپوزیسون ورو ورو بڼه خپلوي.

د خپرونې په وینا په وروستیو کې په افغانستان کې په داخلي بدلونونو، د نړیوالو ترهګرو ډولو پر فعالیت چې دې هېواد کې فعالې دي او د ادارې او امنیت د ټینګښت لپاره د طالبانو پر هڅو ډېر تمرکز شوی، خو د دې هېواد په اړه یو بل مهم بدلون هم شته او هغه د دې هېواد څخه زرګونه کیلومتره لرې و.

لیکوال وايي، په تېره میاشت کې د ویانا په ښار کې شاوخوا دېرش تنه چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي، فعالان او دیني عالمان په‌کې وو راټول شول، څو په یوه شریکه موضوع خپلو کې بحث وکړي او هغه د طالبانو سره مخالفت دی.

دا د سپټمبر د میاشتې راهېسې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې دا ډول دویمه غونډه وه.

د ایرو ایشیا ریویو له‌خوا په خپرې شوې دې لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې دا غونډه په واشینګټن کې له پاملرنې لرې پاتې نه‌شوه او زیاتوي، داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د افغانستان په اړه ځان په ناپامۍ واچوي او هغه څه هېر کړي چې په ۲۰۲۱ م کال کې هلته پېښ شوي دي، د امریکا کانګرس بیا هڅه کوي چې سپینه ماڼۍ ځواب ویونکي ووسي.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې پر ټویټر د دې کمېټې د مشر مایکل مککال له خولې وویل، د طالب ضد ځواکونو د دې هڅو ستاینه کوي چې غواړي د طالبانو د ظلم پر وړاندې خپلو کې یو لاس شي په ځانګړې توګه د هغو محدودیتونو پر وړاندې چې طالبانو پر افغان نجونو او ښځو يې لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG