د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

ګوټېرېش: په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه بله ناسته جوړه شي


د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټېرېش

مېل انلاين:

د برېتانیا چاپ مېل انلاین ورځپاڼې د دوحې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټېرېش په څرګندونو یو راپور خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي، د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناسته د سه‌شنبې په ورځ د طالبانو له استازي پرته په داسې حال کې پای ته ورسېده چې ګوټېرېش وویل، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه بله ناسته جوړه شي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په حواله راغلي چې دا ناسته د طالبانو د رسیمت پېژندلو لپاره نه، بلکې طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې ګډې کړنلارې د رامنځته کېدو لپاره جوړه شوی وه.

ګوټېرېش زیاته کړې، ګډون کوونکو توافق وکړ چې طالبانو سره د تعامل لپاره یوې ستراتېژۍ ته اړتیا ده، څو په افغانستان کې ثبات ته زمینه برابره او همدارنګه د افغانستان په اړه مهمو اندېښنو ته پام وکړي.

په هغه راپور کې چې مېل انلاین خپور کړی ویل شوي چې د دوحې ناستې ګډون کوونکو د افغانستان د ثبات په اړه خپلې اندېښنې هم شریکې کړې.

له هغې ډلې ګوټېرېش له افغانستان څخه د ترهګرۍ، د مخدره موادو د قاچاق او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ښځو او نجونو محدودیتونو ته اشاره کړې ده.

وړاندې راغلي، دې اندېښو له افغانستان سره د ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول د لوېدیځو هېوادونو تعامل پېچلی کړی دی.

خو د طالبان ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ګوټېرېش د دې څرګندونو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ دی او د هغه په خبره د دوام لپاره يې د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده.

ډيجيټل ژورنال:

د کاناډا چاپ ډیجیټل ژورنال خپرونې هم په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ته کتنه کړې او ویلي يې دي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل خبري کنفراس کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار د بندیز د روان جنجال په اړه په ښکاره څه ونه ویل، خو هغه زیاته کړه چې د افغانانو اړتیاو ته به لومړیتوب ورکړي.

وړاندې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایوا له‌خوا په افغانستان کې د دې سازمان ارزونه د جمعې په ورځ بشپړېږي.

ملګرو ملتونو وروسته له هغې په افغانستان کې د خپل ماموریت ارزونه پیل کړه چې طالبانو په دې سازمان کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG