د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

ډیپلومات په افغانستان کې د چین پر لویې ستراتېژۍ تبصره کړې


په افغانستان کې یوه کان انځور
په افغانستان کې یوه کان انځور

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې پرون 'په افغانستان کې د چین د لویې ستراتېژۍ' په عنوان په یوه لیکنه کې ویلي چې د چین په دې ستراتېژۍ کې د خپلو اقتصادي ګټو خوندي کول، د خپل نړیوال نفوذ پراخول او د خپلو پولو په اوږدو کې د ثبات یقیني کول شامل دي.

لیکوالانو ساحر لیاقت او ابو هریره عباسي استدلال کړی چې د یوې سیمه ییزې دوامداره شخړې پر تله د یوه باثباته افغانستان لیدلوری چین ته زمینه برابروي، چې په دغه هېواد کې خپل ستراتېژیک اهداف ترلاسه کړي.

په وروستیو کې چین د افغانستان پر کانونو پانګونې ته خپله لېوالتیا زیاته کړې او د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور تېره میاشت ویلي وو، د افچین په نوم هغه شرکت به چې د روان ميلادي کال په جنورۍ کې ورسره د امو نفتي حوزې د استخراج قرارداد شوی، په لومړي کال چې ازمېښتي دوره ده، په سیمه کې د نږدې یو نیم سل ملیون ډالرو په ارزښت نوره پانګونه هم کوي.

د قرارداد له مخې د تېلو د استخراج ساحه د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو اړوند څه باندې ۴۵۰۰ کیلومتره مربع ساحه رانغاړي.

د ډیپلومات د مقالې په یوه برخه کې راغلي، تر دوو لسیزو وروسته له افغانستانه د امریکا د متحدو ایالتونو وتل او پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیا ټینګول د دې سبب شول، چې افغانستان په یوه حساسه مقطع کې واقع شي.

د لیکوالانو په وینا، د افغانستان راتلونکی غیریقیني دی او د بې‌ثباتۍ د دوام لیدلوريو د چین لپاره هم د پام وړ اندېښنې ولاړې کړې دي.

د طالبانو حکومت چې د چین په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، د نړیوالو له‌خوا له سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

طالبان، د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو پانګونه، له خپلې نړیوالې انزوا او د دې هېواد له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره ډېره مهمه بولي.

انډپنډنټ:

د بریتانیا انډپنډنټ ورځپاڼې په بریتانیا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو پر وضعیت لیکنه خپره کړې چې د دوی له لنډمهالو استوګنځیو چې په دولتي هوټلونو کې وو، ایستل شوي دي.

ورځپاڼې د پارلمان د یوه غړي په وینا دغه اخراج شرموونکې پېښه بللې ده.

د انډپنډنټ په لیکنه، دغه افغانې کورنۍ چې ډېرو یې په افغانستان کې د بریتانیا له اړوندو ادارو یا هم بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته بریتانیا ته لېږدول شوې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دغو ټولو ۸۰۰۰ افغانانو ته چې په هوټلونو کې د لنډمهالو استوګنځیو په توګه اړولي وو، اطلاعیه ورکړل شوې وه، چې د مې میاشتې تر پایه له دغو هوټلونو ووځي، حکومت دوی ته درې میاشتې نور وخت هم ورکړ، چې ځان ته خپل استوګنځی برابر کړي.

ورځپاڼې ته ځینو ادارو ویلي چې د دغو اخراج شویو افغانانو ۲۰ فیصدو یې محلي چارواکو ته ځانونه بېکوره معرفي کړي دي.

د دغو افغانانو له ډلې ځینو یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا یوه لویه ستونزه بللې ده، ځکه زیاتره یې دندې نه لري، هلته خپل لګښتونه نه شي پوره کولای او اولادونو ته به یې دا سخته وي بیا په نوې ساحه کې له ښوونځیو سره بلد شي.

د بریتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند استازي ډان جارویس چې په افغانستان کې یې هم کار کړی دا واقعیت شرموونکی بللی، چې دغه کورنۍ بې‌کوره کېږي.

ده ویلي، له هوټلونو د خلکو ایستل یو مدلل کار و، خو حکومت ته په کار نه وه، چې په دې کار کې یې بیړه کولای.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG