د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

نیویارک ټایمز: په افغانستان کې د قیمتي ډبرو بدنامه سوداګري


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه، د حرص، فساد او خطر: په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د بدنامه سوداګري، ترسرلیک لاندې د بدخشان د لاجوردو د یوه لوی کان په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

پر دغه کان یوې سیمه ییزې ملیشې په ۲۰۱۴ کال کې خپله ولکه ټینګه کړې چې د سیمې خلکوهغې ته په اسانۍ او له وینې توییدو پرته د سپينې کودتا نوم ورکړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

د دغه کان لاندې کول د هغه واقعیت څرګندونه کوي چې په افغانستان کې د حساب کتاب او د قانون د واکمني نشتوالی کولای شي یو نعمت په وراني تبدل کړي.

ورځپاڼې د امریکا د پوځ د هغه راپور یادونه کړې چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د افغانستان د طبیعې زیرمو ارزښت یو تریلیون ډالر اټکل کړی و.

دې مسئلې ته په پام سره یوې افغان کورنې چې درې نسلونه یې د لاجوردو سوداګرې کړې وه، د پنځلسو کلونو لپاره د بدخشان د لاجورد ډبرو د کان د استخراج قرارداد ترلاسه کړ.

د ورځپاڼې په وینا یوه میاشت یې د استخراج له چارو نه وه تېره شوې چې یوې سیمه ییزې ملیشې چې قومندان یې عبدالمالک نومول شوی، دغه کان په خپل کنټرول کې راوست.

نیویارک ټایمز لیکي:

له دغې پېښې دوه کاله تیریږي خو افغان چارواکي او حکومتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې دغه کان د ملیشو له کنټروله وباسي او بېرته یې د لاجوردین په نوم شرکت ته وسپاري چې په قانوني توګه یې د استخراج چارې مخ ته یوسي.

خو د دې کان کیندنه نه ده دریدلې او ترې تراوسه لاجورد را ایستل کیږي او عواید یې هم ملیشې او طالبان په خپلو کې ویشي.

طالبان اوس په دې ولایت کې چې یو وخت یې په وړاندې سخت مقاومت کاوه، پیاوړی سنګر لري.

نیویارک ټایمز د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا د لاجوردین له شرکت سره د قرارداد د لغوه کېدو یادونه کوي او په یوه برخه کې یې د افغانستان لپاره د ګلوبل ویټنېس په نوم څارونکې ډلې د مسول سټیوین کارتر څرګندونې را اخېستي چې ویلي یې دي، د کانونو صنعت ته وده ورکول د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دي او کولای شي پر بهرنۍ مالي مرستو د افغانستان اتکا راکمه کړي.

کارټر وایي، د افغانستان لاجورد چې ښه کیفیت لري او نور پریمانه کانونه به یې ښایي په دې هېواد کې د لانجو او فساد یوه اصلي سرچینه وګرزي او ان د دې امکان هم شته چې د طبیعي زېرمو پر سر د کنټرول لپاره دا هېواد د یوې بلې اوږدې جګړې لور ته بوځي.

د هغه په وینا څه چې د افغانستان لپاره باید خزانه وای د دغه هېواد لپاره زهر دي.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې پر یوې بلې مسئلې په هلمند کې د یوه امریکايي فوټو ژورنالېست د وژل کېدو پر پېښې تمرکز کړی او لیکي:

ډیوید ګیلکي د یکشنبې په ورځ د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له خپل افغان ژباړونکي سره یوځای هغه مهال ووژل شو چې د طالبانو له خوا فېر شوی توغندۍ یې پر موټر ولګېد.

د ورځپاڼې په وینا دغه فوټو ژورنالېست د افغانستان د جګړې بې ساري تصویرونه اخېستي و، داسې تصویرونه چې هم د جګړې په ډګر کې خطرونه او اندیښنې انځوروي او هم د افغانستان په کلیو کې ارامه ژوند.

والسټریټ د ګیلکي له قوله لیکي چې یو وخت یې ویلي و، زما کار یوازې تصویر اخېستل نه دي بلکه زما کارټر ډېره خبریالي ده، زما دنده د یوه کار بشپړول دي چې فکرونه بدلوي او خلک اقدام کولو ته هڅوي.

XS
SM
MD
LG