د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

ډیپلومات: نوې ډیلي له طالبانو سره د اړیکو برخه کې محتاطانه منځنۍ لاره غوره کړې


د هند بیرغ
د هند بیرغ

د سولې انسټېټیوټ:

د امریکا د متحدوایالتونو د سولې انسټېټیوټ په یوه لیکنه کې په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندي دوه کلن بشري بحران ته کتنه کړې او د پیل په کرښو کې لیکي، افغانان اوږدمهاله ثابتو حل لارو ته اړ دي چې په کار ده بشري مرستې زیاتې، اقتصادي ثبات رامنځته او په پراختیایي برخو کې مرستې بېرته پیل شي.

د دې انسټېټیوټ په لیکنه، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، سمدستي د دغه هېواد بشري وضعیت چې له مخکې خراب و، لا پسې خراب شو چې په نتیجه کې یې په میلیونونو کسان خوراکي او نورو مرستو ته اړ شوي دي.

دوه کاله وروسته وضعیت لا پسې خراب شوی او افغان مېرمنې او نجونې هم په خپل ورځني ژوند کې د طالبانو سختو محدودیتونو سختې اغېزمنې کړي دي.

د امریکا د سولې د انسټېټیوټ په وینا، نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د مرستو د چمتو کولو او پر طالبانو د فشارونو ترمنځ یو انډول رامنځته کړي، په دې معنی په دې هېواد کې د سختو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو چمتو کولو سره هممهاله د کابل پر واکمنانو فشار راوړي چې خپلې سخت دریځې پالیسۍ نرمې کړي.

د دې انسټېټیوټ په لیکنه په داسې حال کې چې افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، دغه هېواد به تر هغه وخته پورې د بحرانونو له کړۍ سره مخ وي تر څو چې ژورې اقتصادي ستونزې یې حل شوي نه وي.

ډیپلومات:

ډیپلومات مجلې په یوه لیکنه کې د طالبانو او نوي ډیلي ترمنځ اړیکو ته پام اړولی او د پیل په کرښو کې لیکي، له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې نوې ډیلي یوه محتاطانه منځنۍ لاره غوره کړې.

د ډیپلومات په لیکنه، څو ورځې وروسته له هغې چې په هند کې مېشتو سلګونو افغان محصلانو په نوې ډیلي کې لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې د دوی ویزې دې وغځول شي او هم دې ورته په دې هېواد کې د کار کولو اجازه ورکړل شي، د هند حکومت د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تعلیمي کال لپاره د افغان محصلانو لپاره ۱۰۰۰ نوي تحصیلي بورسونه اعلان کړل.

د هند د کلتوري اړیکو شورا، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه اجرایوي اداره ده، ویلي چې هند د افغان محصلانو د زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې په خپلو ژمنو کلک ولاړ دی.

هند، چې د افغانستان له پخواني حکومت سره هم ښې اړیکې پاللې، د افغانستان له بیارغونې سره د میلیاردونو ډالرو مرستې ترڅنګ یې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې په زرګونو افغانانو ته د هغه هېواد په پوهنتونونو کې د زده کړې زمینه برابره کړې وه.

ډیپلومات وړاندې لیکي، هند له طالبانو سره د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې تعامل هله پیل کړ چې له دې هېواد سره د بشري مرستو د څارنې لپاره یې په کابل کې یو ډیپلوماتیک درې کسیز تخنیکي ماموریت پیل کړ.

هند له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، له دې هېواد سره په بشري مرستو کې هم لاس کړی دی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې د هند استازولي په یوه بیان کې وویل چې د هند حکومت له ژمنې سره سم افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم او د واکسینونو او نورو روغتیایي وسایلو په ګډون څه باندې دوه سوه ټنه مرستې رسولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG