د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

یورو اشیا: د طالبانو بیا واکمنیدو له افغانستان څخه اسراییلو ته هم خطر زیات کړی


د اسراییلو بیرغ، چې د دغه هېواد پر یوه هوایي ډګر ځړول شوی
د اسراییلو بیرغ، چې د دغه هېواد پر یوه هوایي ډګر ځړول شوی

یورو اشیا ریوو خپرونې له افغانستانه اسراییلو ته په ورپېښ خطر باندې یوه مقاله خپره کړې ده.

لیکوال په دې استدلال باندې ولاړ دی چې که څه هم اسراییل له افغانستان ډېر لرې پروت دی، خو له فلسطیني ډلو او حماس سره د طالبانو او نورو ډلو خواخوږي اسراییل ته د دې ګواښونو د زیاتېدو خطر رامنځته کړی.

په مقاله کې د اسراییلي استخباراتو هغو ادعاوو ته اشاره شوې، چې وايي د حماس وسله والو ته هغه وسلې په لاس ورغلي چې امریکایي پوځیانو په افغانستان کې شاته پرېښودې.

مخکې امریکايي منابعو هم اندېښنه ښوولې وه، چې له په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې پرمختللې وسلې په سیمه او د نړۍ په ځينو برخو کې د امریکا د متحدینو پر ضد کاریږي.

د یورو اشیا ریوو په دې مقاله کې وړاندې دا ادعا هم شوې، چې د امریکا پاتې وسلې نه یواځې د اسراییلو سرحداتو ته رسېدلي بلکې وسله والو بریدګرو په روسیه،پاکستان،چین،ترکیې او اتریش کې هم ترلاسه کړي دي.

لیکوال زیاته کړې،طالبان چې د لویدیځ له پراخو بندیزونو سره مخ دي د وسلو له کاروباریانو،قاچاقبرو او حماس یا نورو ترهګرو او اسلامي جهاد ډلو سره د وسلو په برخه کې د ځان د بقا لپاره اړیکې پالي.

د یورو اشیا ریوو په دې مقاله کې راغلي طالبان او حماس دواړه تر ډېره یو رنګ فکر تعقیبوي.

د حماس ريښې د مصر اخوان المسلمین او د طالبانو هغه بیا د پاکستان جماعت علمای اسلام ته رسیږي.

لیکوال که څه هم د طالبانو او حماس ځينې لیدنې یادې کړي او وايي چې دا مسله به ښايي ډېر د اسراییل اندېښنه نه پاروي خو هغه څه له پامه نه شي لوېدی، چې حماس ښایي په افغانستان کې د روزنې خوندي ځایونه ترلاسه کړي.

طالبانو په وار وار ویلي چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د وسله والو فعالیت ته اجازه نه ورکوي، خو د راپورونو په اساس د اسلامي دولت خراسان څانګه، القاعده او د منځنۍ اسیا ځینې وسله وال ګروپونه لا هم په افغانستان کې حضور لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپله پاڼه باندې د پولیو د واکسین د اهمیت او د یوه معلول افغان کرکټر په ژوند باندې مقاله خپره کړې ده.

سره صلیب لیکلي نوراسلام امیرزی توانېدلی چې په سختو زحمتونو سره پولیو او فزیکي چلنجونو ته ماته ورکړي او کامیابي ته ورسیږي.

نور اسلام د افغانستان د معلولانو د کرکټ ملي ټیم غړی دی.

سره صلیب په دې مقاله کې لیکلي، سره له دې چې نور اسلام په کرکټ کې ډېر مخته تللی خو کله هم چې کوم انعام یا اوارډ ګټي هغه ټولې سختې شېبې یې سترګو ته دریږي چې د پولیو له لاسه په ده باندې راغلي.

نور اسلام په کرکټ سربېره لسانس تر کچې زده کړې کړي او په جلال اباد کې د سره صلیب د فزیکي بیا تکړښت په مرکز کې کار کوي.

د سره صلیب په دې مقاله کې د پولیو ځپلو د فزیکي تکړښت په برخه کې د مرکزونو په ډېرېدو ټینګار کوي.

دې مرستندويې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ۷ مرکزونو کې ۵۵۹ پولیو ځپلو ته د فزیکي تکړښت خدمات وړاندې کړي او هم یې ۱۵۲ هغه کسان په دندو ګمارلي چې پولیو وهلي دي.

XS
SM
MD
LG