د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

واشنګټن پوسټ: پاکستان د خپلو پوځي او نورو حساسو ادارو امنیت قوي کړی


د پاکستان یوه څنډه کې امنیتي ځواکونه د پیرې پر مهال
د پاکستان یوه څنډه کې امنیتي ځواکونه د پیرې پر مهال

پاکستان د دوی پر یوې پوځي اډې له برید وروسته د پوځي او نورو حساسو ادارو امنیتي تدابیر جدي کړي دي، دا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی.

شپږو وسله والو د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت په میانوالي کې د هوايي ځواک پر یوې روزنیزې اډې برید وکړ چې درې الوتکې یې زیانمنې کړې.

دا برید او د نورو احتمالي بریدونو راپورونه داسې مهال خپریږي چې له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

واشنګټن پوست لیکلي چې د پنجاب د برید مسولیت د پاکستان تحریک-جهاد نوې راټوکېدلې سخت دریځې ډلې منلی دی، خو د مقاله لیکونکي په باور، د پاکستان په همدې او نورو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان له خوا هم چې د لیکوال په باور د افغان طالبانو نژدې متحدان دي، بریدونه شوي دي.

واشنګټن پوست د سټلایټ د هغو انځورونو په حواله چې د اسوشتید پریس اژانس له خوا ارزول شوي لیکلي چې د پاکستان پر پوځي اډې له برید وروسته یوه الوتکه د اور په لمبو کې ښکاري، خو نورې الوتکې چې شمېر یې ښودل شوی نه دی، سرسري زیانمنې شوي دي.

واشنګټن پوست د پاکستان د دوو سرچینو په حواله چې نومونه یې له رسنیو سره د خبرې کولو د نه اجازې له کبله نه دي اخیستل شوي لیکلي چې پاکستان کې استخباراتي ادارو د ورته نورو بریدونو د احتمال راپورونه ورکړي او له همدې کبله هغه هېواد کې امنیتي تدابیر هم جدي شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان او د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه د پنجاب پر هوایي اډې د شوي برید په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر په دویمه نیټه له هغه هېواده د سلګونه زره افغان کډوالو د اجباري ستنولو لړۍ په رسمي ډول پیل کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې له افغان کډوالو سره چلند سم کړي، کنه دوی به یې په وړاندې اقدام وکړي.

له امریکا خپرېدونکې میزوري انډیپنډینټ خپرونې په متحده ایالتونو کې له افغانستانه د ایستل شویو افغانانو د مېشتېدو ننګونو باندې یوه مقاله خپره کړې ده.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان بیا په کابل واکمن شول، امریکا او متحدانو یې له یو لک او شل زرو ډېر افغانان له کابله په پوځي الوتکو او بیا وروسته په نورو چارتر الوتکو کې وایستل چې د خپرونې په وینا دوی کې شاوخوا ۹۰ زره امریکا ته تللي دي.

میزوري انډیپنډینټ لیکلي، امریکا ته بیول شوي افغانان لا هم په هغې ټولنه کې ژوند ته چمتو شوي نه دي او د خپرونې په لیکنه د ګڼ شمېر افغانانو د پنا اخیستنې قضیې هم بې ځوابه پاته دي.

خپرونې د افغان ژورنالست او د پخواني جمهوري نظام د یوې دولتي ادارې د کارکوونکي قاسم رحیمي کیسه را اخیستې چې له کابله لومړی د جرمني یوې پوځي اډې او بیا د امریکا کنساس ښار ته ولېږدول شو.

رحیمي د هغو زرګونو افغانانو له ډلې دی چې امریکا هلته د بشرپالنې د یوې تګلارې له مخې د لنډمهاله میشتېدو اسناد ورکړي او اوس یې د هغو اسنادو موده هم پای ته په رسېدو ده.

د خپرونې په باور، امریکا ته بیول شوي یوشمېر افغانان د دوو کلونو په تېریدو لا هم د کورونو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي او پر دې هم نه پوهیږي چې څومره وخت نور به هلته تیروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG