د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

فوربز: له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي ځینې افغانان خطر کې دي


له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال

فوربز:

فوربز مجلې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د ۲۰۲۳ په اکټوبر میاشت کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې دوی به په سلګونو زره غیر راجستر شوي بهرني اتباع او کډوال چې مناسب اسناد ونه لري، ونیسي او له پاکستانه وباسي.

وروستۍ نېټه د ۲۰۲۳م کال د نومبر لومړۍ ټاکل شوې وه.

د فوربز د مقالې د لیکوال په باور، راپورونه ښيي چې دا اقدام به په پاکستان کې یوازې شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغان کډوال نه؛ بلکې د چین اویغور او میانمار روهینګیا په ګډون د نورو ځورول شویو ټولنو غړي هم اغېزمن کړي.

په مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د اتیاییمې لسیزې له لومړیو راهیسې د څه باندې ۴ میلیونه افغان کډوالو اکثریت په پاکستان کې اوسېدل، خو داسې انګېرل کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له شپږو لکو څخه تر اتو لکو پورې افغانان پاکستان ته تللي دي.

د فوربز په دې مقاله کې وروسته دغه راز راغلي چې د پاکستان له دې پرېکړې اغېزمن شوي زرګونو افغانان له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي. دوی هغه ځای خپل کور ګڼي او پاکستان پرېښودو ته د هغوی اړ ایستل په دې معنا ده چې دوی د بې کوره کېدو او د ژوند له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دي.

د دې تر څنګ، په مقاله کې راغلي چې داسې افغانان شته چې د طالبانو تر واک په لاندې افغانستان کې په ځانګړي خطر کې دي.

د لیکوال په باور، د کابل له سقوطه څه باندې دوه کاله وروسته هم په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوالو ته لږه پاملرنه کېږي او هغوی د مرستو او بیا مېشتېدو په تمه دي.

ګلف نیوز:

د قطر ګلف نیوز په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سمپوزیم د پایلو په اړه چې د سه شنبې په ورځ ترسره شو؛ یوه مقاله خپره کړې ده.

دغه غونډه د قطر جورج ټاون پوهنتون جوړه کړې وه او د افغانستان په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو يو شمېر کارپوهانو، څېړونکو، استادانو او چارواکو په کې برخه اخيستې وه.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د ټولنیزو او بشري ننګونو د حل په هدف د ښوونې او روزنې رول په پام کې نیول شوی دی.

ګلف نیوز وړاندې لیکي چې په دې کنفرانس کې ټینګار شوی چې تعلیم د سولې، پرمختګ او ټولنیز عدالت لپاره مهم دی.

وروسته راغلي چې د قطر د جورج ټاون پوهنتون رییس ډاکتر صفوان مصري د دغه کنفرانس د پرانیستو پر مهال وویل چې د افغانان له یوه بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دي چې تر بل هر وخت بېړنی دی.

هغه وويل، په داسې حال کې چې د نړيوالې ټولنې بشري مرستو ته اړتيا شته، خو یوازي دا مرستې نه شي کولای د وضعيت د خرابېدو د اصلي لاملونو مخه ونیسي.

د ده په وینا سياسي اختلافات، روانې شخړې او د بهرنيو هېوادونو لاسوهنه اصلي لاملونه دي.

په مقاله کې راغلي، هغه دې ته اشاره وکړه چې نړيواله ټولنه بايد د اخلاقي او عملي ملحوظاتو له مخې د افغانستان د وضعيت ښه کولو مسووليت پر غاړه واخلي.

د یادولو وړ ده چې قطر له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او په افغانستان کې د سولې د راوستلو په تړون کې چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو، مهم رول لوبولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG