د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

نیوزویک: اسلام‎اباد سلګونه زره افغان کډوال باسي؟


یو شمېر نړیوالو رسنیو په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه مقالې لیکلي دي.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې په خپله یوه مقاله کې دا پوښتنه کړې چې ایا اسلام‎اباد سلګونه زره افغان کډوال باسي؟

مجله لیکي:

پاکستاني پولیسو پېښور کې د محکمې تر یوې جلسې وروسته افغان کډواله شربت‎ګله د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې له خپلو پولو وایستله او افغانستان ته یې واستوله.

هغه پېژندل شوې افغان مېرمنه چې په ۱۹۸۰لسیزې کې یې د ماشومتوب عکس نړیوال شهرت وموند.

شربت‎ګله د پاکستاني چارواکو له‎خوا نیول شوې او په دې تورنه وه چې په هغه هېواد کې یې په جعلي اسنادو ژوند کاوه.

نیوزویک زیاتوي، شربت‎ګله د څو لسیزو لپاره د هغو افغان کډوالو په یوه بېلګه بدله شوې وه چې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال پاکستان ته تللې وه او اوس د هغو کډوالو یوه بېلګه ده چې پاکستان یې د ایستلو په هڅه کې دی.

نیوزویک لیکي، په کابل کې ډېری په دې باور دی چې د شربت‎ګلي قضیه په پاکستان کې د هغه پروګرام له مخې شوې چې له مخې یې افغان کډوال تعقیب او نیول کېږي.

په تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال په ناڅاپي ډول له پاکستانه ووتل او ملګرو ملتونو اټکل کړی چې دا شمېره به د روان کال تر پایه ۷۳۰ زرو کسانو ته ورسېږي او د دغو کسانو څخه تقریباً ۵۰ فیصده یې هغه کسان دي چې له څو نسلونو څخه یې په پاکستان کې ژوند کړی دی.

مجله زیاتوي، د افغان کډوالو په پراخه کچه ځورونې هغه شک او ګمانونه لا پیاوړي کوي چې ګواکې اسلام‎آباد ټول هغه کډوال چې له ډېرې مودې راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کړی، وتلو ته اړ باسي او دا به د نړۍ په سطح تر ټولو لوی اجباري هجرت وګڼل شي.

نیوزویک لیکي له پاکستانه دغه ډله ییز هجرت اروپا ته د خلکو د ډله ییز مهاجرت په نسبت لږ د پام وړ ګرځیدلی دی، خو د بشري حقونو ځینې فعالان اوس پر دې غور کوي چې ایا پاکستان هغه هېواد ته چې د جګړې په حال کې دی په زوره د کډوالو په ایستلو سره نړیوال قوانین له پامه غورځولي که څنګه.

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونې هم په یوه مطلب کې لیکي چې په پاکستان کې افغان کډوال مه هېروئ.

نشریه لیکي، شربت‎ګله د سلګونو زرو کډوالو د ژوند د ناوخوالو یوه بېلګه ده.

که څه هم د کډوالو ستونزمن شرایط د نړیوالو د پام وړ دی، خو په ډېرو نادرو حالاتو کې د هغوی ځینې انځورونه د خلکو په ذهنونو کې پاته شوي دي چې افغان کډواله شربت‎ګله او کُردي ایلان یې بیلګې دي.

په داسې حال کې چې دولس کلنه شربت‎ګله وتوانېدل په خپلو زړه راښکونکو سترګو د نړیوالو خواخوږي او پام ځانته واړوي، د کُردي ماشوم ایلان مړي بیا چې د ترکیې په سواحلو کې وموندل شو، نړیوال ډېر غمجن کړل.

نېشنل انټرسټ زیاتوي:

دغه دواړه انځورونه چې د کډوالو په اړه یې د خلکو نظر بدل کړ، واقعاً د هېرېدو نه‎دي.

XS
SM
MD
LG